د استاد فضل ولي “ناګار” نوی غزل

نڅــا کــه څــو د بــړبــوکــو ســاده ده
بیــــدیـــا ده ژبـــه د اغـــزو ســـاده ده
وخت غواړي لوست لکه کتاب غــواړي
پــاڼــه د مــخ د سـیـپـــارو ســــاده ده
د انــــنـــګـــو ګــــــلان دې ونــــه رژي
شـــډل در ګـــورمه پــښــتــو سـاده ده
پنجابو یې هسې دي پیښې رااخیستي
پــښــتــنــه څــه د جـینــکـو سـاده ده
په سین راټیټ شه په غره سیوری وکه
د بـوډۍ ټـالـه! سـتا ورشـو ســـاده ده
شـفـقـه! ټــک وهــــه هــــلال پــه ټـټـر
چــې نــنــداره د لــوپــټــو ســــاده ده
نــاګــاره! فـن یـې رنــګ د سیمـې لري
مســلـمـانــي هـــم د هـغــو ســــاده ده

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button