د طورخم دروازه له لس ساعتونو وروسته خلاصه شوه

عزم(چهارشنبه، ۸ سلواغه ۱۳۹۸): دننګرهار ولایت ځایي مسئولین وایي چې د طورخم دروازه له لس ساعتونو وروسته د تګ راتګ په مخ خلاصه شوه.

د ننګرهار د والي ویاند عطاألله خوږیاڼی وایي چې دغه لار نن سهار مهال د پاکستان له لوري د امنیتي دلائلو له امله وتړل شوه چې اوس بیرته خلاصه شوه.

د طورخم دروازه په دې وروستیو کې د دواړو هیوادونو له لوري د سیاسي فشارونو له امله تړل شوې او د دواړو هیوادونو تر منځ تجارت هم کم شوی دی.

د یادونې وړ ده چې دغه لاره د روان کال د وږي میاشتې په پای کې د پاکستان لخوا څلورویشت ساعته د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه چې تر هغه وړاندې به یواځې څوارلس ساعته خلاصه وه.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button