د يوه ښه پاسورډ د جوړولو طريقه!!!

لیکنه: نور احمد عایل

د پاسورډ لارښود:
ډېر به مو اورېدلي وي، چې پلانۍ ويب پاڼه، برېښناليک، فيسبوک او نور… هېک شوی دي، چې په دې کې په زياتره مواردو کې خپله هغه څوک ملامت وي ،چې خپلې ويب پاڼې، ايميل او فيسبوک ته یې پاسورډ ورکړی وي.ځکه دوی دومره ساده پاسورډ ورته جوړ کړی وي، چې هېک کول یې اسانه وي.
نو لاندې مطلب ولولئ، چې څه ډول خپلو ويب پاڼو، ايميلونو، فيسبوک پروفايلونو او نورو….ته مشکل او نه ماتېدونکی پاسورډ ورکړو.

ستاسې پاسورډ څه ډول دی؟

● زه لس کاله کېږي چې له خپل ځانګړي پاسورډ څخه کار اخلم .
● زه هغه وخت خپل پاسورډ بدلوم چې ويب پاڼه او ايميل اداره مې يې تغييرولو ته مجبور کړي.
● زه له خپلو شخصي معلوماتو څخه په پاسورد کې کار اخلم، لکه نوم، د زوکړې ورځ او….
● زه ډېر قوي پاسورد کاروم، چې په يوه کاغذ مې راسره ليکی دی، او په خپله هميانۍ (بټوه) کې یې راسره ساتم.
● زه له خپل يو ډول پاسورډ څخه ، په فيسبوک، ايميل، ټويټر، يوټيوب، او نورو بانکي حسابونو کې کار اخلم.
که له پورتنيو مواردو څخه په خپل پاسورډ کې کاراخلئ، نو بيا ستاسې د حسابونو د هېک کېدلو ملامتيا ستاسو پر غاړه ده، مخکې له دې چې داسې پاسورډ جوړکړئ چې ژر مويادېږي په دې فکر وکړئ چې امنيت يا نه هېک کېدل يې څومره دی (څومره قوی دی؟)

لاندې لارې چارې عملي کړئ!
۱ـ په ډيکشنريانو کې په پاسورډ پسې مه ګرځئ!
۲ـ په پاسورډ کې له شخصي معلوماتو استفاده مه کوئ
۳ـ يو پاسورډ بېلابېلو اکاونټونو ته مه ورکوئ
۴ـ له ساده او اسانه پاسورډ څخه استفاده مه کوئ، حد اقل پاسورډ مو بايد ۸ عدده وي، (هرڅومره چې ډېر وي هغومره ښه دی)
۵ـ پاسورډ مو له خپل ځان سره ليکلی مه ساتئ، لکه په موبايل يا هم بټوه کې.

کوم کارونه بايد د پاسورډ په جوړولو کې سرته ورسوو؟

● له کوچنيو او غټو تورو څخه استفاده وکړئ لکه: PaRmAkhTag
● له عددونو او تورو څخه ګډه استفاده وکړئ لکه: 9oor
● له اختصاري علامو څخه په پاسورډ کې کار واخلئ لکه: @ # !
● له اختصاري علامو او عددونو څخه د پاسورد په منځ کې کارواخلئ مثلاًُ: Password په pAs5w@Rd وليکئ (دا يو مثال دی!)

هغه موارد چې تاسې د يو ښه کلک او نه هېک کېدونکی پاسورډ په جوړولو او نه هېرېدلو کې مرسته کوي.

● ستاسې د علاقې وړ شيان. کېدای شي ښه پاسورډ ترې جوړ شي.
● ستاسې د خوښې سات تېری جمع نورشيان…
● هغه کتاب، فلم، تلويزيوني سريال، مجله او نور شيان
● هغه څه چې په ذهن کې مو پاتې دي.
● د خپل واده جزيات
● لومړني شيان

د ښه پاسورډ ځينې مثالونه:

لومړی مثال:
د خپلې خوښې رنګ څخه یې پیل کړئ
I love purple
لومړی حرف وليکئ خو له هغه وروسته يې داسې وليکئ
I + heart emoticon + purple
په دويمه مرحله کې که کولای شئ له ځانګړو کارکټرونو هم استفاده وکړئ د بېلګې په ډول د purple په کلیمه کې د ! څخه د l پرځای استفاده وکړئ.
I + heart emoticon + purp!e
نهايي پاسورډ : I<3Purp!e (تاسې کولای شئ، دا پاسورډ ياد کړئ)

دويم مثال:
ستاسې د خوښې سريال يا فيلم په پاسورډ کې راوړئ، د مثال په ډول: زه د کونډې زوی په فيلم کې د شاد ګل رول خوښوم. ( چې د هرې کليمې د سر توری مې لاندې راوړی دی)

Z+D+K+Z+P+F+K+D+S+G+R+K

کولای شو يو توری لوی او يو کوچنی وليکو لکه:

Z+d+K+z+P+f+K+d+S+g+R+k
که چېرته حرفونه په ځانګړو کرکټرونو او عددونو بدلېدل، ارومرو یې بدل کړئ
مثلاً:
Z+d+K+z+@+f+K+d+5+g+R+k

نهايي پاسورډ : ZdKz@fKd5gRk

پورتني دوه مثالونه د يوه ډېر ښه، قوي، او نه هېک کېدونکي پاسورډ نمونې دي، همد اوس مو پاسورډ بدل کړئ او قوي او محکم یې جوړ کړئ، چې څوک یې خلاص نشي کړای

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button