محمودعباس: له امریکا_اسرائیلو سره مو ټولې اړیکې پرې کړې؛ نه غواړو قدس پلورونکي یاد شو

محمود عباس وویل، امریکا په سیستماتیکه توګه د اردن د سمندرګي په ګډون پر ټولو عربو واکمني ، په بیت المقدس کې یهودي پلازمینه، د فلسطیني مقاومت کونکو خالي سلاح کول او بیت المقدس ته د مسلمانانو پر ورتګ بشپړ بندیز غواړي.

عزم(شنبه، ۱۲سلواغه ۱۳۹۸): د فلسطینۍ ادارې مشر محمود عباس نن د عربي ټولنې په بیړنۍ غونډه کې چې د فلسطین لخوا رابلل شوې وه، د امریکایی ولسمشر ټرمپ د وروستۍ پریکړې په هکله خپل غبرګون وښوود او د عربي هیوادونو په ګډون یې له ټولې نړۍ وغوښتل چې د فلسطیني مسلمانانو ترڅنګ ودریږي.
عباس وویل، دوی له اسرائیلو او امریکا سره هر ډول اړیکې غوڅې کړې آن د امنیتي اړیکو ځواب هم نور نه ورکوي او نه غواړي له دغو هیوادونو سره نور دیپلوماتیک روابط وساتي.
عباس وویل، مونږ یو امن، مترقي او سولییز هیواد غواړو خو د امریکا په لمسون مو اسرائیلی “نیواکګر”د دې آرمان ترلاسه کولو ته نه پریږدي او په لوی لاس مو اړ باسي ترڅو مخامخ جګړې ته ځان چمتو کړو«مونږ له وسلو او وسلوالو د پاک هیواد غوښتنه کوله خو دوی مو ځوانان مجبور کړي چې وسلواله مبارزه وکړي».

نوموړي زیاته کړه، د ده په مشرۍ اداره به کله هم دا ونه مني چې تاریخ یې د مسلمانانو د لومړۍ قبلې”بیت المقدس” د پلورونکو په نامه یاد کړي او په وینا یې چې په ټول توان به د دې طرحې د عملي کیدو مخه ونیسي.
محمود عباس وویل، امریکا په سیستماتیکه توګه د اردن د سمندرګي په ګډون پر ټولو عربو واکمني ، په بیت المقدس کې یهودي پلازمینه، د فلسطیني مقاومت کونکو خالي سلاح کول او بیت المقدس ته د مسلمانانو پر ورتګ بشپړ بندیز غواړي.

عباس زیاته کړه، دوی به داځل امریکا د منځګړي په توګه قطعاً ونه مني او خپلې قضیې به مستقیماً له امنیت شورا سره شریکې کړې.
فلسطیني مشر ټینګار وکړ چې هر دول مذاکراتو کې یې د بیت المقدس کور واکي سره کرښه ده چې کله به هم ترې تیر نه شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button