بدبختۍ: افغانانو ته د امریکا د جګړې ارمغان

خط اول

 

د جنوري په دېرشمه د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې په یوه ډرون برید کې پنځه ملکي وګړي شهیدان شول. بله ورځ د جنوري په ۳۱مه د زابل په سیوري ولسوالۍ کې همدومره ولسي وګړي په همداسې برید کې شهیدان شول. او یوه ورځ وروسته د فبروري په اوله د بادغیس په مقر ولسوالۍ کې یوه بل ډرون برید یوه حامله مور له خپلو څلورو ماشومانو سره شهیده کړه.

ومو لیدل چې په څومره لنډه زماني مقطع کې لږترلږه پنځلس بېګناه افغانان له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه زموږ په خاوره کې پلتۍ وهلو بهرنیو ځواکونو په یوه خونخواره وسله شهیدان کړل؟

دا کیسه پر افغانستان باندې د امریکا له یرغل سره سم پیل شوې ده. د امریکا او اشرباڼو تر یرغل وړاندې یې افغانان له بمباره نه وېرېدل. دا وېره به یې په زړه کې نه وه چې نیمه شپه به یې پردي عسکر پر کور ورننوځي، د کورنۍ په مخکې به یې یا په خوله او سر ولي او یا به یې هم د اولادونو او ښځو له منځه لاس تړلی چورلکې ته پورته کوي. نه هم دا وېره وه چې واده او جنازه، د خوښۍ او غم کاروان به یې له نامعلوم لوري راغلی بم وهي.

د دې ټولو بدبختیو وزرې پر کلیو او ښارونو باندې هغه مهال راخپرې شوې کله چې مو پر خاوره باندې د نړۍ د څو درځنه هېوادونو زرګونو عسکرو قدمونه کېښودل او د افغانانو قتل یې له ترهګرۍ سره مبارزه وبلله.

له تېرو اتلسو کلونو راهیسې له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم د افغانانو وژنه روانه ده – ټوله نړۍ ویني چې آیا دې ناروا جنګ په افغانستان کې ترهګر – چې اصلا شته نه – مات کړي دي؟ که باالفرض د امریکا پر ضد روان مقاومت ترهګري وبولو، نو آیا د امریکا اتلس کلنې جګړې دا تروریزم مات کړی او که باالعکس تر پخوا یې قوي کړی دی؟

امریکا په افغانستان کې خپل ټول زر وزور کارولی؛ تر دوه ټرېلیونه زیات ډالر یې ولګول، تر یو لک زیات عسکر یې راولېږل، خپلې ټولې پرمختللې الوتکې او توغندي یې راوړل او تجربه یې کړل، د خپل پلار او ورور وژلو لپاره یې ځینې افغانان په خپله وسله او پیسه سمبال کړل، خو وینو چې افغانانو ته یې له بدبختیو پرته بل هیڅ نه دي ورکړي.

امریکا پوهیږي چې په زور جنګ نشي ګټلای ځکه یې مذاکراتو ته مخه کړې ده. خو د همدې مذاکراتو پر مهال یې لا هم له زور کارولو لاس وانه خیست، په تېر ۲۰۱۹ز کال کې یې پر افغانستان باندې تر ۷۴۲۳ زیات بمونه وغورځول او تر لاس لاندې کابل حکومت یې هم په خلاص لاس جګړې ته زور ورکړی و.

امریکا او تر لاس لاندې کابل حکومت یې پوهیږي چې په جنګ څه نشي ګټلای. خو دا چې بیا یې هم د زور کارولو ته کار ویلی او د ستونزې له اصلي حله په یوه او بله بهانه ځان ګوري، نو د هر ډول ویجاړۍ د خپلو ناروا اهدافو او واک ساتلو لپاره د خلکو د قتل عام د دوام مسؤلین به هم دوی وي، چې یو وخت به یې تاریخ هم بیا همداسې یادوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button