عبدالله به ډیر زر دیارلس نوي والیان او وزیران مقرر کړي

عزم(شنبه، ۱۲ سلواغه ۱۳۹۸): اجرائیه ریاست ته نږدې سرچینې وایي چې ډیر زر به اجرائیه رئیس عبدالله ۵ نوي وزیران او ۸ والیان مقرر کړي.
دغه سرچینه چې له نوم اخیستلو څخه ډډه کوي وایی چې د ټاکنو دوهم پړاو ته تګ سره د عبدالله له لوري دغه ګومارنې حتمي دي.

په ظاهره توګه دغه ګومارنې د ارګ له لوري د نویو مقرریو په غبرګون کې دي چې تیره یکشنبه هغه د خپلو پلویانو په یوه ناسته کې ویلي هم وو چې نور د ارګ خپلسری ورته د زغم وړ نه دي.

د اجرائیه ریاست ویاند امید میثم ویلي چې د ملي وحدت حکومت د توافقنامې په اساس اجرائیه ریاست کولی شي چې ورته اقدام وکړي.

بلخوا بیا د اشرف غني فرهنګي سلاکار شاه حسین مرتضوي د اجرائیه ریاست له لوري د نویو ګومارنو په اړه ویلي چې د ثبات او همپالنې ټیم د یوې نوې سیاسي فتنې د زیږولو په لټه کې ده.

مرتضوي ویلي چې دغه ټیم مختلفې سناریوګانې په نظر کې لري، خو ولس به یې حمایت ونه کړي.

دا په داسې حال کې دی چې تر دې وړاندې د ثبات او همپالنې ټیم مخکښو غړو له عبدالله غوښتي وو چې ګومارنې دې وکړي تطبیقول یې پر خلکو او د ټاکنو پر شریکوالو دي.

په ورته وخت کې د شکایتونو کمیسیون ویلي چې په راتلونکو دوه یا درې ورځو کې به د ۳زره جنجالي رایو په اړه وروستی پریکړه وکړي، چې په دغه پریکړه به د ټاکنو برخلیک هم معلوم شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button