تانزانیا کې تر شلو زیات عیسایان د خپلو مذهبي مراسمو پرمهال وژل شوي

عزم(یکشنبه، ۱۳سلواغه ۱۳۹۸):رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی چې د دغه هیواد د «موشي» ښار په یوه ورزشي اسټډیوم کې لوی شمیر عیسایان د خپلو مذهبي مراسمو پرمهال د ازدحام له امله وژل شوي دي.
د دغه هیواد د پولیسو یو تن افسر «کابي واریوبا» رسنیو ته ویلي، پیښه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې خلکو غوښتل د دوی په اصطلاح “مبارکو تیلو”ته ځان ورسوي او ځانونه پرې غوړ کړي، چې د ټیل ماټیل له امله دا پیښه رامنځته شوه.
نوموړی زیاتوي، لومړني معلومات ښیي چې په دغه پیښه کې شل۲۰ تنه د عیسایي مذهب پیروان وژل شوي او ۱۶ نور ژوبلیدلي دي.
دغه پولیس افسر وایی چې د زیاتو ټپیانو د خونړي حالت له امله احتمال شته د وژل شویو کسانو شمیر نور هم پورته شي.

د تانزانیا هیواد چارواکي وایي، دغه مراسم د «بونی اموامپوسا» په نامه د یوه عیسایي پادري لخوا د شنبې پر شپه ترسره شول، چې دخلکو ګڼې ګوڼې له امله یاد تلفات هم رامنځته شول.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button