د کابل د جمهوریت روغتون په سون توکو کې ۳۰ میلیونه افغانۍ وهل شوې

عزم(یکشنبه، ۱۳سلواغه ۱۳۹۸): د پیک په نامه یوه تحقیقاتي مرکز په خپل څیړنیز راپور کې موندلې چې د کابل د جمهوریت روغتون په سون توکو او د مرکز ګرمي په سیستم کې د دغه روغتون مسؤلینو شاوخوا دیرش میلیونه افغانۍ حیف ومیل کړې دي.

د ځینو ډاکټرانو په وینا، د فساد کونکو داکار د ځینو ناروغانو چې جراحي عملیاتو ته یې اړتیا درلوده، د مرګ لامل جوړ شوی دی.

د دغه روغتون د جراحي څانګې متخصص ډاکټر اجمل پښتون پیک ته ویلي، په داسې حال کې چې د عملیات خونې د سټنډرډ حرارت درجه باید د ۲۵ او ۳۰ درجو ترمنځ وي، خو د سړې هوا د پنځه درجې د اوسني شتون له امله یې په یوه اونۍ کې څلور جراحي ناروغان له لاسه ورکړي دي.

د داکتر نعیم پوپل په نامه یو روغتیا پال وایي، څه موده مخکې یې په شفاخانه کې د بې تفاوتی له امله کاري اعتصاب کړی وه، بالاخره د روغتیا وزارت یو پلاوی روغتون ته ورواستاوو چې له پلټنو وروسته یې وموندله چې د سون توکو او مرکز ګرميانو په سیستم کې د روغتون د رئیس، اداري مدیر، جنسي مدیر، او د روغتون دخدماتو د څانګې د مدیر لخواپه پراخه کچه فساد شوی دی.
د څیړونکي پلاوي مشر داکتر خوشحال تسل وایي، که څه هم د مرکز ګرمیو د سیستم قیمتونه کال په کال توپیر لري خو د دوی موندنې ښیي چې تیرو دریو کلونو کې یادو کسانو شاوخوا۳۰ میلیونه افغانۍ په بډه وهلې دي.

راپور وایی، دغو کسانو د مصرف شویو تیلو قیمتونه تر خپلې بیې خورا لوړ لیکلي او په سندنو کې اضافي لیکل شوې پیسې یې وهلې چې د څیړونکي هیئت لخوا یې دندې هم تعلیق شوې دي.

خو د دغه روغتون رئیس محمدالله علی‌شنگي بیا د هر ډول اختلاس ادعا ردوي او وایی چې نه یې دنده تعلیق شوي او نه هم له وظیفې لرې شوی دی
د اساسي قانون د جزاء د قانون له مخې که هر روغتیایی کارکونکي سل زره افغانۍ فساد وکړ په دوه کاله بند محکومیږي، که یې تر پنځه سوه زره افغانۍ فساد وه په لس کلن بند او که یې د فساد کچه تر لس میلیون افغانیو رسیده، اوږدمهالی حبس به یې برخلیک وي، خو که د فساد کچه تر لس میلیونو افغانیو پورته وه په دا ئمي بند محکومیږي؛ هغه څه چې له ارګ نیولې بیا تر عادي دولتي کارمند یې منلو ته ژمن نه دي.
د جمهوریت روغتون چې ۵۵ کلنه مخینه لري د عمومي جراحي، عمومي داخله، غوږ او ستوني، پلاستیکي جراحي، او د سرطاني نارغیو درملنه کوي.

دا ۱۵۰ بستریز روغتون په کال ۱۳۸۸ لمریز کال کې د چین هیواد په مالي لګښت د ۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت بیا ورغول شو، چې اوسمهال یې په ورځنۍ توګه له کابل او ولایاتو د مراجعینو شمیر تر ۱۵۰۰ تنو رسیږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button