طالبان: د کابل بريد مونږ پورې اړه نه لري

news-1422085755-5664

( عزم: شنبه، ۳۱ زمری،۹۴ ل) په کابل کې د نن ورځې په چاودنه کې چې درې تنه بهرني عسکر ووژل شول او تر پنځوسو زيات ولسي خلک په کې ټپيان شوي دي طالبانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې دغه بريد له دوی پورې اړه نه لري او دوی دغه بريد نه دی ترسره کړی.

په خبرپاڼه کې طالبانو ويلي چې دوی د کابل ولايت له خپلو ټولو مسؤلينو سره اړيکې نيولي دي چې وروسته مالومه شوه چې دغه بريد ددوی ملګرو نه دی کړی.

طالبانو دا هم ويلي چې مونږ هڅه کوو چې بريد په احتياط ترسره کړو او د مشرانو له اجازې پرته بريد نه شي ترسره کېدی.

د يادونې وړ ده چې نږدې دوه اوونۍ وړاندې دکابل په شاه شهيد کې يوه درنه چاودنه رامنځته شوې وه چې په پيل کې ځينو رسنيو  او دولتي چارواکو په دغه پېښه طالبان تورنول خو وروسته د سيمې د اوسېدونکو له قوله او له ځينې کره شواهدو معلومه شوه چې د شاه شهيد بريد د بې پيلوټه الوتکې بريد و.

 

عبداللطيف نظيف

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button