کندز:هوایي برید کې صحي کلینیک، ښونځی او څوکورونه ویجاړ شوي

عزم(دوشنبه، ۱۴ سلواغه ۱۳۹۸): راپورونه وایي چې افغان ځانګړو ځواکونو د خپلو امریکایي ملګرو په ملتیا د کندز ولایت د مرکز اړوند په باغ شرکت او ګلتیپې سیمو کې د ولسي خلکو پرضد عملیات ترسره کړي چې په نتیجه کې یې عامو خلکو او عام المنفعه ځایونو ته درانه زیانونه ور اوښتي دي.
د ملي دفاع وزارت ویاند فواد امان ویلي، دغو عملیاتو کې یې ۴ طالبان وژلي او ۱۲ ماینونه یې شنډ کړي دي، هغه ادعا چې د سیمې خلک یې نه مني او زیاتوي چې د عملیاتو پرمهال هیڅ طالب وسلوال یې سیمه کې نه وه او دا چې عملیات یواځې پر ولسي اهدافو ترسره شوي دي.

ځایی خلک وایي، ګډو ځواکونو د باغ شرکت اړوند “تپه بریده” سیمه کې یو باب (BHC) صحي کلینیک او ورسره نیږدې ښوونځی،  همدا ډول د ملکي خلکو ګڼ کورونه بمبار او ویجاړ کړي دي

د خلکو په وینا چې په دغو بمبارونو کې ملکي خلکو، د کلینیک کارکونکو او د مکتب ساتونکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې چې لا یې کره شمیر نه دی څرګند.

دا په داسې حال کې ده چې په همهاله توګه ګډوځواکونو د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې هم د ولسي خلکو کورونه بمبار کړي او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله ور اړولې وه.

طالبانو دا برید لوی جنایت بللی او ویاند یې ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي چې «د دښمنانو، مغرضو اشخاصو او ځينو رسنیو لخوا تل دا ډنډوره خپریږي چې ګنې د اسلامي امارت مجاهدین مکتب او کلینیکونو ته زیان رسوي، خو دلته چې د امریکايي اشغالګرو بشرپالانو لخوا په ښکاره توګه مکتب او صحي مراکز تر بمبار لاندې نیول کیږي ممکن اکثره پرې چوپه خوله پاتې شی. »

د یادونې وړ ده چې دا لومړی ځل نه دی چې ګډځواکونه په لوی لاس ښوونځي او روغتونونه لمنځه وړي، بلکې تر دې وړاندې یې په ځلونو ورته اقدام کړی چې لا هم پرې ټولې بشرپاله ادارې چوپ دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button