پر ترکي عسکرو د سوریې تربرید وروسته،اردوغان وایي؛ ځوابي برید کې یې۳۱ سوري عسکر وژلي

عزم(دوشنبه، ۱۴ سلواغه ۱۳۹۸): وروسته تر هغه چې د سوریې دولتي ځواکونو د دغه هیواد په ادلب ولایت کې د ترکیې پر میشتو پوځیانو برید تر سره کړ او ۱۳ترکي پوځیانو ته یې مرګ ژوبله ور واړوله، د ترکیې ولسمشر ادعا کړې چې ځواکونو یې د دغه هیواد عسکرو ته توند ځواب ورکړی دی.

رجب طیب اردوغان نن ورځ مخکې تر دې چې اوکراین ته یې الوتکه پرواز وکړي، رسنیو ته وویل، د دوی په ځوابي برید کې له ۳۰ تر ۳۵ ترکي پوځیان وژل شوي او پراخ مالي  زیانونه یې ور اړولي دي.

اردوغان ویلي، تر دې دمه یې د سوري ځواکونو ۴۰ اهداف په نښه کړي او په سلګونه هوایي او توغندویز بریدونه یې پرې کړي دي.
نوموړي زیاته کړه چې دوی به د خپلو وژل شویو عسکرو غچ په څو برابره واخلي او ټینګار یې وکړ چې مخاطب یې روسیه نه، بلکې د سوریې پوله ساتي ځواکونه دي.
په ورته وخت کې د سوریې رسمي خبري اژانس “سانا”دا ردوي چې ګواکې د دوی عسکرو ته دې مالي یا ځاني زیان اوښتی وي.

بل لور ته د روسیې د اینټرفاکس خبري آژانس د دغه هیواد د دفاع وزارت له قوله ویلي، چې دوی د سوریې فضا کاملا ترکنترول لاندې لري او نن یې هیڅ
ترکۍ الوتکه د ادلب پولو ته د ور اوښتو پر مهال نه ده کشف کړې.
روسیې د ترکي رسنیو هغه ادعا رد کړې چې ګواکې ترکي الوتکو د سوري ځواکونو مرکزونه بمبار کړي دي.

خو ترکیه وایي د روسي رسنیو راپورونه بې اساسه دي او دوی د خپلو اهدافو په نښه کولو کې بریالي شوي دي
په ورته وخت کې ویل کیږي چې ترکی ولسمشر چې دا مهال په اوکراین کې دی د ادلب پر موضوع د خبرو لپاره له خپل روسي سیال ولادمیرپوتین سره په مسکو کې وګوري.

راپورونه وایي چې دا مهال د ترکیې د دفاع وزیر خلوصي اکار د سوریې پولې ته د خپلو ځواکونو د لیدنې لپاره تللی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button