د طالبانو عملیاتو څنګه د داعش د ”خراسان“ څانګې تبلیغاتي دستګاه خاموشه کړه؟

نسیم شاهد

نږدې څلور میاشتې وړاندې، طالبانو د هېواد په ختیځ ننګرهار ولایت کې پر هغو سیمو خپل ځواکونه ورمارش کړل چې د داعش د شتون له امله یې کډوالو شویو هستوګنو د بیا لیدو تمه نه درلوده.

د هر څه برخلاف، طالبانو تر دوو میاشتنیو سختو او ستونزمنو عملیاتو وروسته د زیاتو قربانیو په ورکولو سره له دې سیمو د داعش ټغر ورټول کړ – هغه څه چې مجهزو امریکايي، ناټو او د کابل حکومت ځواکونو ونه شوای کړای (او یا یې هم زړه نه ورته ښه کاوه).

د داعش ډلې پر وړاندې د طالبانو بریا یوازې د سیمو تر نیولو او پوځي برخې منحصره نه ده، بلکې دې عملیاتو د داعش د خراسان څانګې فعاله تبلیغاتي دستګاه هم خاموشه کړه.

داعش افغانستان ”خراسان ولایت“ بولي، او د خپلو فعالیتونو راپورونه به یې د ”خراسان“ تر نوم لاندې خپرول. د خپل ظهور په لومړنیو کلونو کې دې ډلې په ننګرهار ولایت کې خپله راډیو هم فعاله کړې وه، چې په معینو ساعتونو کې به یې تبلیغاتي اعلانونه او خپرونې درلودې. د داعش رسمي اژانس اعماق به بیا په ”خراسان“ کې د پوځي پرمختګونو یا بریاوو خبرونه په انځوریزو، ویډیويي او غږیزو بڼو خپرول.

خو د طالبانو عملیاتو دا دستګاه داسې چوپه کړې چې په هیڅ کوم رسمي ادرس د خراسان په اړه له تېرو دوو میاشتو راهیسې کوم خبر نه دی لیدل شوی.

د داعش اعماق اژانس چې د ټولو ولایتونو په اړه د خبرونو نشرولو مسؤلیت لري د خراسان په اړه خپل وروستی خبر د ۲۰۱۹ز کال د نومبر په ۱۶مه خپور کړی، چې په کونړ ولایت کې د کابل حکومت پر عسکرو باندې د برید په اړه دی.

د طالبانو د عملیاتو پر مهال به دې فعال اژانس د پوځي فعالیتونو او د طالبانو د تعرضونو د دفعې په اړه حتی انځوریز خبرونه هم خپرول، خو دوه میاشتنی سکوت یې ډېر څه وايي. اعماق اژانس د داعش په لیکو کې خپل خبریالان درلودل، چې ښايي د طالبانو په بریدونو کې یا هم خنثا شوي او یا هم په واورو-پټو غرونو ته ختلي وي.

د ۲۰۱۸ز کال په نیمايي کې چې طالبانو په جوزجان کې د داعش د بېخکندۍ عملیات پیل کړي وو، هغه مهال هم اعماق تصویري خبرونه خپرول. خو د طالبانو عملیاتو تر بریا وروسته بیا په دې اړه کوم خبر خپور نه شو. د جوزجان داعشي خبریالان یا د طالبانو په عملیاتو کې قتل او یا هم ژوندي ونیول شول.

د داعش تبلیغاتي څانګه تل زیاته فعاله او چټکه پاتې شوې، اما طبیعي خبره ده چې د خپلو مسلکي خلکو په بایللو سره یې په فعالیت کې سستي راځي.

 په ننګرهار کې د طالبانو د عملیاتو پر مهال د دې ډلې فعالیت په خواله رسنیو کې زیات و. د لیکنو او خبرونو ترڅنګ به یې وخت ناوخت د خپلې راډیو ”د بېرته راژوندي شوي“ ویاند غږیز پیغامونه هم خپرول. د ۲۰۱۸ز کال د ډسمبر په ۲۷مه، کابل حکومت اعلان وکړ چې د داعش ډلې د راډیو ویاند، سلطان عزیز عزام، په یوه ډرون برید کې وژل شوی دی. وروسته داعش ته منسوبو ځینو فیسبوکي حسابونو انځورونه خپاره کړل چې داسې پکې ښکارېده لکه عزام چې مړ وي.

خو د تېر ۲۰۱۹ز کال د اګست په وروستیو کې – هغه مهال طالبانو په کونړ کې د داعش پر ضد پوځي پرمختګونه کړي وو – نوموړي په مخابره کې داعش جنګیالیو ته وینا وکړه او د خپل ژوند خبر یې ورکړ. سلطان عزیز د ځان او خپلې روغتیا په اړه تر خبرو وروسته طالبان پرلپسې د ملېشو په نوم یادول او په دې ډول یې داعشیان د هغوی پر وړاندې ثابت پاتې کېدو ته هڅول.

د عزام تر مخابروي وینا وروسته، ګڼو داعشیانو پر خپلو فېسبوکي حسابونو ولیکل چې دوی وړاندې لا د نوموړي په ژوندي پاتې کېدو خبر و، خو د مشرانو د ټینګار له امله یې دا راز پټ ساتلی و. یوه داعشي لیکلي و چې عزام په ټیلیګرام په یوه غږیز پیغام کې ورته ویلي و هغه انځور چې په ډرون برید کې د نوموړي د مرګ د خبر تر خپرېدو وروسته نشر شو له ده د بېهوښۍ پر مهال اخیستل شوی و.

 په داسې مهم وضعیت کې چې طالبانو په کونړ کې له داعشه پراخې سیمې لاندې کړې وې، د عزام په څېر د داعشیانو په لیکو کې د یوه محبوب کس د ژوند اعلان د دې ډلې د جنګیالیو د مورال لوړولو یوه هڅه بلل کېدای شي.

د طالبانو د عملیاتو پر مهال لا هم عزام فعال و او د داعش په غیررسمي پښتو ټلګرام چېنلونو کې به یې غږیزې ویناوې، له نیول شویو طالبانو سره د نوموړي مرکه او د ده خپل لیکلي کتابونه خپرېدې. اما، د اعماق په څېر، د نومبر له وروستیو راهیسې د نوموړي هم درک ورک دی. د دې ترڅنګ، پښتو او دري ته د داعش د رسمي تبلیغاتي موادو د غیررسمي ژباړونکې ادارې ټلګرام چېنلونه هم د دې اپلیکېشن لخوا بند شوي، خو تر دې دمه یې کوم دویم یو نه دی پرانیستی.

د داعش د خراسان څانګې د تبلیغاتي دستګاوو د خاموشۍ علتونه د هغوی د کارکوونکو خنثا کېدل او یا هم غرنیو او محصورو سیمو ته د هغوی پر شاتګ کېدای شي.

که څه هم دمګړی په پوځي او تبلیغاتي ډګر کې د داعش د پاموړ څرک نه لیدل کیږي، خو ممکن په راتلونکې کې د بیا ظهور لپاره لاس وپښې ووهي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button