هند له افغانستان او ایران سره د سوداګرۍ د پراخوالي لپاره په چابهار بندر کې پانګونه زیاتوي

عزم(سه شنبه، ۱۵ سلواغه ۱۳۹۸): ایرانۍ رسنۍ وایي چې هند غواړي د افغانستان او ایران سره د سوداګریزو اړیکو د پراخوالي په موخه د چابهار په ترانزیټي بندر کې خپله پانګونه دوه برابره زیاته کړي.

تسنیم خبري آژانس ویلي، نوی ډیلی غواړي پر پاکستاني بندرونو خپله تکیه کمه او مستقیما له ایران او افغانستان سره خپلې سوداګریزې اړیکې وساتي.

وړمه ورځ هندۍ رسنیو خبر ورکړی وه چې هیواد یې د چابهار بندر د پراختیا لپاره ۱۴ میلیونه ډالره بودیجه ځانګړې کړې ده.
هندي رسنۍ وایي، امریکا پر ایران له لګول شویو بندیزونو څخه د چابهار ترانزیټي بندر مستثنا کړی او نوي ډیلي ته یې ډاد ورکړی چې له نړیوال بانک سره په همغږي به د چابهار د پراختیا لپاره د ۸۵ میلیون ډالرو په ارزښت د تجهیزاتو پیرودلو زمینه برابره کړي.

د هند د ملي امنیت مرستیال سلاکار «راجیندر کانا» رسنیو ته ویلي، د چابهار بندر ته پراختیا ورکول یوه لوی چانس ده چې هند او ایران یې د افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره وکاروي.
دغه بندر چې افغانستان مستقیما د هند له اوبو سره نښلوي، د رغولو توافقنامه یې په ۲۰۱۶م کال کې د افغانستان، ایران او هند د ولسمشرانو له خوا لاسلیک شوه

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button