خوست کې نامعلومه وسلوالو یو امریکایی نظامي تښتولی

عزم(پنجشنبه، ۱۷ سلواغه ۱۳۹۸): د امریکا د سمندري ځواک یو پخوانی عسکر خوست ولایت کې نامعلومه وسلوالو له لوري تښتول شوی دی.

نیوز ویک امریکایي مجلې ویلي چې مارک آر فریشیز تیره اوونۍ د جمعې په ورځ د افغانستان په خوست ولایت کې د طالب پلوو وسله والو لخوا نیول شوی وو.

نیوز ویک ویلي چې هغه د هیواد په کچه د بیارغونې هڅې پیل کړې وې چې د وسله والو له لوري وتښتول شو..

افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو مطبوعاتي دفتر د دغه امریکایي عسکر د بې درکي په اړه څه نه دي ویلي او نه د امریکا دفاع وزارت د نیوزویک د راپور په اړه کوم ځواب ویلی دی.

نیوزویک د دغه امریکایي عسکر تښتونه د طالبانو له لوري بولي، خو طالبانو یې هم په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې دی چې تر دې وړاندې هم افغانستان کې آن له کابل څخه بهرنیان طالبانو برمته کړي خو تر ډیره وخته یې په اړه څه نه وایي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button