د هیلو بیړۍ

 

خاونــده د زړه للمې را اوبـــه پــــه اتــحاد کړه
دا زړونــه فــراق سوي راســاړه پـــه اتـحاد کړه

د زړه شمــعه مو بــلــه نن د مینې پـه رڼــا کړه
اقــدس صف څه وتلـي افسرده پـــه اتحـاد کړه

د زړه د رنځ د حسرت د اظهار اواز مــي واوره
د بــــڼ واړه ګــلانــو اداره پـــه اتـــحـــاد کړه

له تورو شپو مو ساته روڼ سحار مو اسـتدعاده
ارزو د اختــــلاف را اســوده پــــه اتــحــاد کـړه

د زوال استـفراق کې نن لویدلې ســــره بلا ده
پـټ پــه لباس د مسرور معشره په اتـحـاد کړه

دجهادي کاروان مشقت لاهو مه کړی قــلـزم کي
د ازمون پـــه شیبـو کې رالیمه پــه اتــحــاد کړه

د هـیلــو مي بیــړۍ ده رسیــدلې تــــر مـنــزلـه
جانان ســره مــو بیعت اعــاده پــه اتـحــاد کـړه

څښتنه د بَـــشام اســتغاثــه کړي تــه قبــــولــه
د افتـــراق لیــوال تــه معرکه پــه اتـحاده کـړه

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: