ټایلنډ: یوه پوځي سرتیري د خپل قوماندان په ګډون ۱۲کسان وژلي

عزم(شنبه، ۱۹ سلواغه ۱۳۹۸): راپورونه وایي چې د ټایلند په پلازمینه بنکاک کې یوه پوځي سرتیري ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله ور اړولې ده.
تسنیم خبري آژانس د “بانکوک پست” ورځپاڼې له قوله راپور ورکړی چې بریدګر یو پوځي سرتیری وه چې لومړی یې په خپله نظامي قرارګاه کې خپل قوماندان او دوه پوځیان ملګري وژلي او بیا د پیر او پلو یوه مرکز ته ننوتلی او پر خلکو یې ډزې کړې دي.

اسپونتیک خبري آژانس وایی، د بریدګر په ډزو تر دې مهاله ۱۲ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ژوبلیدلي دي.

لویدیځې خبري شبکې وایی چې بریدګر لا هم ژوندی دی او مقاومت کوي او ګڼ کسان یې تر محاصرې لاندې نیولي دي.

د ټایلنډ پولیسو د بریدګر نوم «جاگارپانت تاما» ښوودلی چې تر برید څو شیبې وړاندې یې په خپل فسبوک او انسټاګرام لیکلي و چې” له ژونده تنګ دی”

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button