د کوچي سپی/ طنزيه کرښې

 

کیسه کا چې یوه غریب ډریور یو ټیکسي موټر لاره چې د اولاد نفقه یې پرې ترلاسه کوله، په ډریور خپله ټیکسي بېخي زیاته ګرانه وه، دومره چې د ورځې له چلولو وروسته به یې چې کور ته راوستله، ټوله شپه به یې په هغې پیره کوله! چې هسې نه څوک یې ورنه غلا کړي.

څه موده وروسته ډریور دې ستومانه کوونکي کار (د ورځې ټیکسي چلول او د شپې پیره پرې کول) ستړی کړ، سړی ولاړ چرته یې له کوم کوچي نه سپی واخیست، سپی یې راوست چې د شپې یې موټر ورته وساتي، څه موده وروسته چې ډریور سهار راپورته شو موټر یې نسته او چا غلا کړی دی! سړی سمدستي ولاړ او پولیسو ته یې خبر ورکړ.

پولیس مشر او پولیس د غلا ځای لیدلو لپاره راغلل ، چې د ډریور کره یې سپی ولید، دلته د پولیس مشر او ټیکسي ډریور ترمنځ د سپي په اړه دا لاندې خبرې اترې ترسره شوې:

پولیس مشر: دا سپی ستا دی؟
ډریور: هو، زما دی
پولیس مشر: تا کوچنی راساتلی که لوی دې اخیستی؟
ډریور: لوی سپی مې اخیستی
پولیس مشر: له چا دې اخیستی؟
ډریور: یوه کوچي نه، چې فلان ځای کې اوسي.

پولیس مشر سر وښوروه، لاندینۍ ښۍ شونډه یې په خواله ومنډله، له څه چروت وروسته یې سړي ته وویل: الله به خیر کړي او په بیړه د کوچي د کور پر لور رهي شو. د کوچي کره یې موټر پیدا کړ او کوچي یې ونیو.

پولیس مشر موټر خپل خاوند ته وسپاره او ورته کړه یې چې موټر دې هغه کوچي غلا کړی و چې تا سپی ورنه اخیستی و! ټیکسي ډریور هک حیران پاتي شو چې پولیس مشر یې موټر څومره ژر پیدا او بیا کوچي څنګه غلا کړی و؟! پولیس مشر ورته وویل: کوچي چې ستا موټر غلا کوه سپي نه ورته غپل، ځکه هغه کوچي روزلی او ساتلی و او سپي پېژاند! د سپي مینه، اخلاص او دوستي له خپل روزونکي او زاړه خاوند سره وي، ستاخو تش ملکیت دی او یواځې ستا سپی بلل کیږي. تا ته ایله دومره کار کوي چې خپل خواړه او ګټې ترلاسه کړي.

بې ادبي دې معاف وي، د اسلامي نړۍ ډېری سیاستوال همدې د کوچي سپي ته بېخي ورته دي او د دوی حال او چال چلند د همدې سپې په څېر دی. دوی خپلو غربي بادارانو روزلي، ساتلي، زده کړې یې ورکړې دي، ان تابعیتونه یې ورکړي دي، موږ ته یې رالیږلي دي او پر موږ واکمن شوي. تش په نوم زموږ د وطن او خاورې یادیږي نور یې مینه او اخلاص له اصلي بادارانو سره ده، د هغوی ګټو ته کار کوي، هغوی ته په هیڅ صورت نه غاپي او نه یې مخالفت کوي، لکه د کوچي سپی.

استاد حامد افغان

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button