د بيت المقدس لپاره د ټرمپ طرحه په کثافت دانۍ کې وغورځول شوه

عزم (يکشنبه،۲۰ سلواغه، ۱۳۹۸): د بيت المقدس په اړه د ټرمپ د سولې پلان چې د «پېړۍ معاملې» په نوم ياديږي، پرون د شنبې په ورځ د عربي هېوادونو د يوې بېړنۍ غونډې پر مهال د کويټ د ملي شورا د مشر، مرزوق الغانم، له خوا په کثافت دانۍ کې وغورځول شو.

د عربي هېوادونو د پارلماني اتحاديې دغه غونډه چې پرون شنبه د اردن په پلازمېنه عمان کې ترسره شوه، د ټرمپ د سولې پلان پر خلاف د فلسطين د ملاتړ په موخه رابلل شوې وه.

د کويټ د ملي شورا مشر ښاغلي مرزوق الغانم دغه غونډه کې د وينا پر مهال د ټرمپ پلان په کثافت دانۍ کې وغورځاوه او ويې ويل: زه د ټولو عربي او اسلامي ولسونو او ټولو پتمنو او ازادو ټولنو په استازيتوب وايم چې د ټرمپ دغه پلان يا طرحه چې د «پېړۍ معاملې» په نوم ياديږي، د دې مناسب او حقيقي ځای د تاريخ کثافت دانۍ ده.

د ښاغلي «مرزوق الغانم» دغه اقدام د ټولو عربي هېوادونو د پارلماني رئيسانو له خوا د لاس ټکولو په بدرګه تأييد او وستايل شو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button