داسلامي نظام دجوړښت او بقا لپاره لمړی بنسټیز اساسي او مؤثر تدبیر!

لیکوال: عصمت الله (عمري)
اې! داسلامي نظام غوښتونکو او ناري وهونکو دعوه ګرانو؛ راځئ! چې په واقعي ډول داسلامي نظام دجوړښت او بقا لپاره هغه تدابیر ونیسو، چې په عملي کولو سره یې داسلامي نظام منځ ته راتلو او تل پاتې کېدو تهداب او ریښي ښي قوي کیږي!
داسلامي نظام دجوړښت او دوام لپاره تر ټولو اساسي بنسټيز اومؤثرتدبیر دادی؛ چې لومړی باید له خپل ځان اوله خپل کور څخه داصلاح پیل وکړو، په خپلوکورو نو کې دایماني او اسلامي زندګۍ دخپرولو او عملي کولو کوښښ وکړو!
ځان دظاهر او باطن سره سره خپله ټوله زندګي دشریعت موافق روانه کړو!
په خپلو کورنو کې دهغه ټولو منکراتو مخه ونیسو چې زموږ دټولني عام دود او رواج ګرځيدلي!
دپردیو اونامحرمو ښځو لکه: دوروڼو ښځي، دکاکا، ماما، خاله عمه لورګانو اونورو  له خلوت او یو ځای والي، ناستې اوګډون څخه اجتناب او پرهیز وکړو!
دخپل فامیل محرمو ښځو ته دننه په کور کې په صحیح ډول دشریعت دضروري احکامو تعلیم اودرس ورکړو!
په کورونو کې دنامحرمه ښځو او سړو دګډون اویوځای والي څخه دستر او پر دې پابندې ولګوو!
خپلې خویندې او زنانې دبې حجابۍ، غربي اوکفري لباسو ځان جوړوني او فیشن څخه منعه کړو!
هغه اسباب چې دکورنۍ دغړو دبداخلاقۍ فحشا اوفساد لامل ګرځي لکه ټليفون ټيلویزیون دریې مخ نیوی وکړو!
دودو، کوزدو یا نورو خوشهالۍ په مراسموکې دنارینه وو ښځينه وو دساز، ګډا، فحشا، فسق اوفجور دمحفلو مخه ونیسو!
داثابته خبره ده، ترڅو مو چې یو داسې پراخه بدلون لومړی په خپلوځانونو او کورونو کې نوي رامنځ ته کړی، خپله ټوله زندګي مو دشریعت داصولو سره سمه نوي برابره کړي، لومړی مو په خپلو کورونو کې دهر ډول منکراتو مخه نه وي نیولي؛ زموږ داسلامي نظام درامنځ ته کيدو په موخه تش په خوله دعوي اوناري مؤثرې او چاته دمنلو اوقناعت وړنشي کیدای، او نه خپله دعوه کې ریښتیني ګڼل کیږو!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: