د کندهارۍ ملالې چغه ولې څوک نه اوري؟!

 

په ټولنيزو رسنيو کې يوه ويډيو لاس په لاس کيږي چې د کابل ادارې يو عسکر د لويې لارې پر سر؛ يو وړوکی موټر رادروي او بيا پکې ناستو پتمنو خويندو ته په ډېره بې شرمۍ وايي چې مخونه مو لوڅ کړئ! خو هغه عزتمنې مېرمنې ورته وايي چې ومو وژنه خو مخ نه لوڅوو!

د ميوندۍ ملالې دغه عزمتنې خويندې چې په ډېر جرأت سره دغه بې ناموسه عسکر ته وايي چې «ومو وژنه خو مخ نه لوڅوو!» دغه جمله بايد په سرو زرو وليکل شي او همدا يوه جمله په حقيقت کې د دغو ټولو پرديپالو او بې عزتو ګوډاګيانو په مخ درنه څپېړه ده.

خو له بلې خوا د يو بې شرمه او فاحش عسکر له خوا زموږ له اتلو، عزمتنو او مسلمانو خويندو سره دغه سپک او ناوړه چلند هم د پوره اندېښنې وړ دی.

د دغو خويندو مظلومانه غږ بايد واورېدل شي، ځکه چې د يوې مسلمانې خور بې عزتي خو اصلاً د ټول اسلامي امت بې عزتي ده او د ګردۍ نړۍ مسلمانو ځوانانو ته ډېر غټ پېغور دی.

کله چې موږ د خپلې مسلمانې خور عزت نه شو ساتلی، نو ايا دا به ډېره مړ سترګي نه وي چې بيا موږ د ځواني او اسلام دعوا هم کوو؟!

کله چې پر موږ دغه ډول سپين سرګي، بې شرم، بې حيا او فاحش چارواکي حاکم وي، نو خامخا به مو په ديني مقدساتو، عزت او ناموس تېری کيږي. عجيبه ده، په رڼو سترګو ټول ويني چې هره ورځ مو نيمه شپه پر کورونو چاپې وي، صليبيان او د هغوی سرټيټي غلامان مو پر کورونو را اوړي، بې عزتي مو کوي، وژني مو، بنديانوي مو او حتی په ځينو ځايونو کې مو خويندې تښتول کيږي، خو بيا هم چا کې دا احساس نه راپيدا کيږي چې په خپل ناموس غيرت وکړي او راپاڅي د دغه بې شرمه او فاحش رژيم ټغر ورټول کړي.

د کندهارۍ خويندو په چغه کې همدا غوښتنه ده چې ټول ملت راويښ شي، راپاڅي، په خپل ناموس غيرت وکړي او د دغې فاحشې ادارې پر خلاف ملي قيام وکړي.

څه مو فکر دی، ايا دغه ډول حالاتو کې سرټيټی ژوند به ښه وي او په خپل دين او ناموس ځان فدا کول؟

ولې ضميرونه دومره مړه شول چې اوس حتی د ناموس ساتنې په پار هم څوک نه راپاڅيږي؟!

په کار خو دا وو چې نن د کندهار ټولې لارې او سړکونه له قهرېدليو ځوانانو ډک وای او تر ماښامه يې د دغه رژيم يو عسکر هم ژوندی نه وای پرېښی. که چېرې رښتيا هم يو ملي قيام وشي او د دغه رژيم ټغر ورټول شي، پوستې او قرارګاوې يې وسوځول شي او دغو فاحشو او پرديپالو عسکرو او چارواکو ته ښه سنګينه سزا ورکړل شي، نو بيا به له هر ډول ناخوالو خلاص شو. نه به مو بيا د دين سپکاوی کيږي، نه د کلتور او عنعناتو او نه به مو پر ناموس او غيرت تېری کيږي.  او په دې توګه ايله د خپلو خويندو چغو ته يو څه ځواب ووايو، کنه په دغه ډول سرټيټي ژوند کې خو قسم په الله چې د پېغور وړ يو!

وواياست! ايا دا به مناسبه وي چې يو څو غريب او بې وزله متدين علماء او طالبان مو په تش لاس غرونو ته ختلي وي او موږ په خپلو کورونو کې د دې په انتظار ناست يو چې صبر شه دوی به راشي د خويندو اوښکې به مو هم پاکې کړي، صليبيان به هم په منډو کړي او اسلامي نظام به هم راته راولي! ايا دا يوازې د همدغو څو کسانو مسؤليت دی، که نه موږ هم څه مکلفيت لرو؟

که د خپل دين او ناموس په غيرت هم څوک نه راپاڅيږي، بيا خو نو ښه دا ده چې ووايو يوازې طالبان غيرت لري او د دين او ناموس ساتنه هم يوازې د هغوی ذمه واري ده. بيا نو بايد هيڅکله د  نارينتوب، اسلام او غيرت دعوا ونه کړو!

د کندهار د پېغلې چغه تر خيبره راغله

زموږ چې ځوان راځي راځي زه به سرتوره يمه

ليکنه: سميع الله افغان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: