د کونړ کرنې ریاست له لوري باغدارانو ته د اړتیا وړ تجهیزات ورکړل شوي

عزم(دوشنبه، ۲۱ سلواغه ۱۳۹۸): د کونړ ولایت د کرنې ریاست له لوري یوې جوړې شوې غونډې په ترڅ کې باغدارانو ته د اړتیا وړ تجهیزات ورکړل شوي.

غونډه کې د ولایت مقام د دفتر رئیس محب الله کمین او یوشمېر نورو مسوولینو ګډون کړی و، چې د باغ جوړونې د ارزښت په تړاو د څرګندونو ترڅنګ یې د یاد سکتور پیاوړ تیا په برخه کې د همکاریو ژمنه هم وکړه.

د کرنې او مالدارۍ رئیس انعام الله ساپي ویلي ”چې په تیرو درې کلونو کې دلته په شاو خوا ۴۰۰۰ زره جرېبه ځمکه کې سوداګریز باغونه جوړ شوي چې د خلکو اقتصادي پرمختګ ترڅنګ یې د هوا او چاپیریال په پاکوالي کې رغنده رول لوبولی دی.
انعام الله ساپي وویل چې د باغدارۍ سکتور پیاوړتیا او خلکو هڅونې په پار د وزارت له لوري بېلابېلې برنامې پیل شوي څو د باغدارانو وړتیا لوړه او ښه حاصلات تر لاسه کړي.“

هغه وړاندې و ویل چې نن ورځ یې هم د دغه ولایت د څوکۍ او خاص کونړ ولسوالیو د ۱۲ سوداګریزو باغونو باغدارانو ته لازم تجهیزات په واک کې ورکړل چې دغه لړۍ به په راتلونکې کې هم دوام وکړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button