مسیر: امریکا اوس هم د افغان ملت د پاشلو په هڅه کې ده

عزم(سه‌شنبه، ۲۲سلواغه، ۱۳۹۸ل): مسیر ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې د امریکا د پخواني ولسمشر مرستیال جوبایډن په هغو خبرو باندې بحث کړی، چې ویلي یې وو، افغان ملت یو واحد ملت نه‌شي کېدای او افغانستان داسې هېواد نه دی چې موټی دې شي.

«د امریکا د متحده ایالتونو د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د ډیموکرات ګوند یو نوماند جوبایډن وايي، چې هغه له پیله په افغانستان کې د ملت جوړونې له نظریې سره مخالف و. بایډن ویلي چې افغانستان داسې هېواد نه دی چې یو موټی شي. نوموړي وویل: «زه په افغانستان کې د ملت جوړونې له مفکورې سره هېڅ موافق نه وم. یوازینی کار چې باید ویې کړو، په هغه سیمه کې د تروریزم ضد مبارزه ده.» نوموړي په یوه ټلوېزیوني مناظره کې ویلي چې افغانستان ته د سفرونو پر مهال دې نتیجې ته رسېدلی: «چې د دغه هېواد یو موټي کول هېڅ‌ امکان نه لري، هېڅ‌ امکان نه لري چې افغانستان یو موټی هېواد شي.»

ورځپاڼې لیکلي، د جوبایډن خبرې ګڼ شمېر سیاستوالو رد کړې او امریکا له تېرو ۱۹کلونو راهیسې په دې هڅه کې ده چې افغانان سره ووېشي.

«جوبایډن د ولسمشرۍ لپاره د ډیموکراتانو په خپلمنځي ټاکنو کې مخکښ کاندید دی او ښايي نوموړی له ټرمپ سره سیالۍ ته هم را ووځي. هغه د اوباما مرستیال هم و او پخوا یې ویلي وو چې د افغانستان یوه برخه باید پاکستان ته وسپارل شي او هلته امریکا خپله ښکېلتیا کمه کړي. ارګ او ځینو سیاستوالو د بایډن دا خبرې رد کړې او ویلي یې دي چې افغانستان یو واحد ملت او یو موټی هېواد دی او په دې برخه کې امریکا ته اړتیا نه لري. د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون، ځینو سیاستوالو او فعالینو امریکا تورنه کړې چې په تېرو نولسو کلونو کې د افغان ملت د وېشلو لپاره منظمې هڅې کړې دي.»

د مسیر په باور، د افغان چارواکو غبرګون یوازې احساساتي وو او امریکا له تېرو ۱۹کلونو راهیسې حکومت قومي، سمتي، ژبنی او مذهبي کړی، خو افغان حکومت د ملت جوړونې لپاره هېڅ هم نه دي کړي.

«له شک پرته چې په افغانستان کې د امریکا ښکېلتیا د افغان ملت یووالي او یو موټي افغانستان ته زیانونه رسولي دي. امریکا د تبلیغاتو او سیاسي پروګرامونو او تپل شوې حکومتولۍ پر مټ هڅه کړې، چې د افغانانو په منځ کې نفاق زیات کړي او خلک لا زیات سره ووېشي. دوی هر څه قومي کړي او د قومونو تر منځ یې فاصلې رامنځ ته کړې دي. اوس که جوبایډن واک ته راځي، نو دا خطر زیاتېږي چې امریکا به لا زیات زموږ د وېشلو هڅه وکړي. زموږ چارواکي او سیاستوال جوبایډن ته غبرګون ښيي، خو دا غبرګون تر ډېره تش الفاظ او احساساتي دي. د جوبایډن خبرو او د افغان ولس د وېشونکو دریځونو او عملونو ته یو معقول، کارنده او اغېزناک غبرګون پکار دی. د دغه غبرګون لپاره پکار ده چې افغانان په خپلو منځونو کې درولي دېوالونه ونړوي. اوس باید موږ د نیویارک او واشنګټن د کوڅو د امنیت په پله د خپلو خلکو پر ضد جګړه بنده کړو. پکار ده چې د سولې لپاره ټولې هلې ځلې وکړو، حکومتي چارواکي باید د سولې په لاره کې خنډونه جوړ نه کړي او اوسني مخالفتونه ختم کړي. که موږ یو موټی شو، که موږ خپل ځانونه پر ترهګرو او امریکايي پلوو په نومونو ونه وېشو، که موږ یو د بل پر ضد جګړه بنده نه کړو، که موږ د خپل ورور د وژنې لپاره له امریکا او ای اېس ای سره ملګري ونه کړو، نو موږ به په واقعي مانا د یو ملت په شان عمل کړی وي. همداسې کړنې او دریځ د جوبایډن او بل هر هغه چا خبرو ته مناسب او معقول غبرګون دی چې د افغانانو د وېشلو هڅې کوي.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: