ویسا: د ملکي خلکو وژل په بښنه غوښتو پای ته نه رسېږي

عزم(سه‌شنبه، ۲۲سلواغه، ۱۳۹۸ل): ویسا ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې د امریکايي عسکرو له لوري د ملکي خلکو په وژلو او بیا پرې بښنه غوښتو باندې بحث کړی دی. ورځپاڼې د کندوز وروستۍ پېښې ته په اشاره لیکلي، د امریکا د ځانګړو ځواکونو قومندان جنرال دنیو د کندوز د دشت ارچي له هغې کورنۍ څخه بښنه غوښتې ده، چې د بې‌پېلوټه الوتکې په برید کې یې شهیدان کړي وو. «د امریکا د ځانګړیو ځواکونو قوماندان جنرال دانیو د کندز د دشت برچي له هغې کورنۍ څخه بښنه غوښتې چې د سلواغې پر لسمه یې د امریکايي بې پیلوټه الوتکې په برید کې څو تنه غړي شهیدان شوي وو، نوموړي جنرال کندز ته د سفر پرمهال پر دغه برید تاسف ښودلی او دا ژمنه یې کړې چې نور به ډېر پام کوي، د قربانیانو کورنۍ هم له دغه امریکايي جنرال څخه غوښتي چې د دغه ډول بریدونو نه لاس واخلي چې بې ګناه خلک پکې وژل کیږي. دا چې زموږ له حکومتي چارواکیو وړاندې یو امریکايي جنرال د قربانیانو له کورنۍ بښنه غواړي یوه خبره ده، خو تر څو یو داسې اصولي میکانیزم او قانوني بند نه وي چې د دغه ډول بې ګناه وژنو او وحشیانه بمباریو عاملین سزا ونه ویني په تشو بښنو دغه ستونزه نه رفع کیږي. پردې خو ټرمپ هم اعتراف کړی چې د امریکا په بریدونو کې زیاتره بې ګناه افغانان وژل کیږي، هغه د خپلو پوځونو د ستنولو لپاره دا دلیل راوړي.»

ورځپاڼې لیکلي، د امریکا مخکنیو چارواکو هم ورته بښنې غوښتي؛ خو نه د امریکا له لوري هوايي بریدونه کم شوي، بلکې نور هم زیات شوي دي. «د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما په شمول امریکايي جنرالانو وخت پر وخت د پخواني حکومت پرمهال د دغسې پېښو په باب خپګان ښودلی او په یو ډول یې له معذرت سره د بیا تکرار ژمنې کړې، خو دغه ژمنې پر کنګل د لیک په څېر ولاړې. د کندز له وروستي برید وروسته وړمه ورځ په فراه کې زموږ سوداګر د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو ښکار شول، تردې وړاندې نور بریدونه وشول او باور مو دی چې دغه لړی به بیا هم تر هغو دوام لري تر څو په دې برخه کې د افغان وینه هغه حرمت ترلاسه نه کړي چې نور انسانان يې لري.»

د ویسا په باور، د امریکا د ۲۰۰۱ز کال د پېښې د څو قربانیانو غچ له یو مېلیون زیاتو کسانو څخه واخیست او دغسې بښنې مخکې هم غوښتل شوي، خو بې‌پایلې دي.

«امریکا د دې وحشتونو دوام ته یوازینۍ پلمه د ۲۰۰۱ کال پر سوداګریز مرکز برید بولي، هغوی تر ننه د خپلو درې زره کسانو په کسات کې تر یو میلیون تنو پورې داسې انسانان وژلي چې په دوی کې یو هم پر امریکا د برید مسؤولیت نه لري. افغانان په هېڅ ګناه هره ورځ د امریکايي وحشت په لمبو کې سوځیږي، د دې یوازینۍ لامل همدغه دی چې افغانان بې سرپرسته دي، حکومت او زعامت نه لري، څوک چې په دې نامه پرې مسلط دي هغو ته په خپلو پرېکړو او تصمیمونو کې د امریکا د ولسمشر ستراتیژۍ او ګټې لومړۍ دي. ځکه خو د امریکايي جنرال دغه ظاهري بښنه هسې د اغفال هڅه ده او بس.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: