د ننګرهار خوږیاڼو ولسوالۍ اوسیدونکو د یو کلینک جوړولو لپاره ولسي خلکو حشر کړی

عزم(سه شنبه، ۲۲ سلواغه ۱۳۹۸): د ننګرهار خوږیاڼو ولسوالۍ په یوه کلي کې ولسي خلکو د یو کلینک جوړولو لپاره ولسي حشر کړی دی.

د راپورونو په اساس چې د کلینک ځمکه هم د سیمې یو تن له لوري ورکول شوې چې اوس یې ابادولو ته ولسي خلکو عمومي حشر کړی دی.

دا په داسې حال کې دی چې زرګونه د پراختیا او بیا رغونې پروژې شتون لري او دولت ورسره قراردادونه کړي، خو بیا هم د هیواد په ګڼو سیمو کې ولسي خلک د کلینک، ښوونځي او نورو عامه ضرورتونو لپاره مراجع نه لري.

د یادونې وړ دی چې د ننګرهار په څو ولسوالیو کې داعش د خلکو کورونه، ښوونځي، جوماتونه او روغتونونه نړولي خلک یې د سیمو پریښودو ته اړ کړي وو خو د طالبانو له لوري ننګرهار کې د داعش له ماتې وروسته اوس خلک بیرته خپلو سیمو ته ورغلي او بیا یې د نړیدلو ځایونو ودانولو لپاره هڅې پیل کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: