ځينې الحادي اصطلاحات

 

حزب الشيطان او ټول باطل پرستان په هره زمانه کې د الله عزوجل د سپېڅلي دين او هغه د رښتينو بندګانو او مخلصو تابعدارانو د مقابلې لپاره جلا جلا تکتيکونه راباسي او له مختلفو حربو کار اخلي. لکه چې د بشري تاريخ بېلابېلو پړاوونو کې يې بېلګې ليدل شوې او زرګونه واقعات يې په تفصيلي ډول بيان شوي دي.

هماغه لړۍ نن هم روانه ده او دا دی ګورو چې د باطل ملګري د عسکري جګړو تر څنګ په تبليغاتي ډګر کې هم خورا زيات مصروف دي دوی د عامو مسلمانانو د غولونې لپاره زياتره له دروغو او بې اساسه شايعاتو او پروپاګند نه کار اخلي خو د لوستو خلکو، ديني علماؤ او څه نا څه په ديني پوهه سنبالو وګړو د فکري انحراف لپاره يې تکړه مستشرقين او لوستي ملحدين ګمارلي.

د ملحدينو دغه استادان هڅه کوي په ډېر مهارت د اسلامي افکارو، عقايدو او ديني شعايرو د سپکولو او عيبجنولو لپاره داسې الفاظ، اصطلاحات او تشريحات استعمال کړي چې له کبله يې نېغ په نېغه د عامو مسلمانانو احساسات نه پاريږي ځکه د يادو اصطلاحاتو په اصلي مفهوم او سيي مانا يوازې د مسلمانانو ځيرک علماء ښه پوهيږي، نه ټول خاص و عام مسلمانان. او کله چې هماغه لږ شمېر علماء را پاڅېږي او د ملحدينو په ناوړو اغراضو د خلکو پوهولو هڅې پيل کړي نو بيا سمدستي د ملحدو رسنيو له خوا د تبليغاتي ګزار لاندې راځي، د وطن دښمنان يې ګڼي او له نورو هېوادو سره يې پر اړيکو متهموي. د مثال په ډول افغان ولس شاهد دی چې غربي نړۍ د شوروي پوځونو د يرغل پر مهال زموږ د مبارزې ننګه وکړه.

تر دې چې د کمونيزم د مخنيوي په خاطر يې موږ سره ان د جهاد او مجاهد اصطلاحات ومنل او په ډاګه يې وويل چې دا د افغانانو يوه سپېڅلې جګړه ده. خو بيا هغه مهال چې د کمونيزم له خطره يې خونديتوب احساس کړ او شوروي اتحاد او وارسا تړون رسماً منسوخ اعلان شول نو کرار کرا يې خپله ژبه او لهجه بدله او په چل ول او څو ډوله فريبونو يې هماغه جهاد په افراطيت او ترهګرۍ او مجاهديت يې د ترهګرو په نامه ونومول.

دغه راز د ثور له کمونيستي کودتا وروسته هم د ملحدينو په تبليغاتي ژبه کې اسلام په توره ارتجاع او مجاهدين د اشرارو په نامه وبلل شول. په داسې حال کې چې اوس د اسلام او شرعي نظام لپاره د «طالبانيزم» اصطلاح کارلو کيږي.

د دغسې اصطلاحاتو په ټاکلو کې د ملحدينو او کفري نړۍ د مشرانو تدبير او حکمت دا دی څو د دې ډول کناياتو په استعمالولو سره د خپلو زړونو بړاس وباسي خو عام ولس په دې ونه پوهيږي چې هغوی يادوي طالبانيزم، افراطيت او ترهګري خو اصلي موخه يې مجاهدين، اسلام او شرعي نظام دی.

ستاسې پام دی چې دا مهال د کفارو ياران او د الحاد شوقيان ګرد سره په دې شور و فرياد سر دي چې هېواد د طالبانيزم په لور روان دی او يو ځل بيا پر دوی يوه لويه بدمرغي را روانه ده. خو په همدې حال کې بيا ټول پر دين مين افغانان، ديني علماء او ملتزم وګړي باوري دي چې د طالبانو د امارت پر مهال هيڅ داسې کومه پرېکړه نه ده شوې چې پر شرعي اصل ولاړه نه وي او يا يې جاري کړي احکام شرعي نه وي. په دې توګه معلومه شوه چې له طالبانيزم څه وېرېدونکي په حقيقت کې له شرعيت او شرعي نظام سره مخالفت لري. مثلاً که هغوی له ږيرې، پګړۍ او د ښځو له حجابه سر ټکوي نو ايا دا د طالبانو له خوا راوېستل شوې خبرې يادوي په وينا طالبانيزم دی او که له څوارلسو پېړيو راهيسې زموږ د ديني ارزښتونو له جملې ځينې مهمې چارې؟ ملحدين وايي د ښځو په هکله طالبان خپل ځانګړی مفهوم لري. دا مانا چې د ښځو لپاره د اسلام هغه سپارښتنې چې وايي ښځې او نارينه دې هغومره تنګې جامې نه اغوندي چې د بدن هر اندام يې جلا جلا څرګنديږي، ښځې دې پرته له شرعي محرمه بازارونو او دفترونو ته نه ځي، خپلې ښکلاوې دې خلکو ته نه ښکاروي او پرته له ژورې اړتيا دې له پرديو نارينه ؤ سره اختلاط نه کوي.

له همدې ځايه اوس يو زيات شمېر افغانان ډېر ښه پوهيږي چې د ملحدينو په مذهب ښه او سيي اسلام يا د ديني لارښوونو سم تفسير دا دی چې نيم لوڅو ښځو ته له بشپړ سينګار او فيشن سره د پرديو نارينه ؤ تر څنګ د ناستې پاستې اجازه ورکړی شي او د ژوند په ګردو چارو کې هماغه د کفري نړدۍ ټول رسم و رواج پرته له څه ملاحظاتو ومنل شي.

د خورا تأسف ځای دی چې دا وخت د حکومت لويان چارواکي ټول په خپلو څرګندونو کې همدغه الحادي شعارونه تکراروي او په ډاګه وايي چې دوی نه غواړي افغانستان ته يو ځل بيا هماغه شان نظام راشي. بلکې دوی هڅه کوي ديموکراتيک اصول او غربي رواجونه نور هم پرمختګ وکړي او دا شان په هېواد کې ديموکراسي په کامله توګه پلي شي. خو بايد په زغرده وويل شي چې د هېواد رښتيني بچيان او دينداره وګړي به هيڅکله نه پر دغو الحادي اصطلاحاتو دوکه شي او نه به يې په هيڅ صورت خپراوي او ترويج ته غاړه کيږدي.

موږ باوري يو چې هر با احساسه مسلمان افغان به د خپل سر و مال په بيه او بشپړې سرښندنې سره د خپلو ديني ارزښتونو او شرعي سپارښتونو ننګه کوي. دلته به د هېواد غوڅ اکثريت مسلمانان د خپل تن غوښې او هډوکي له اوسپنو، باروتو او خاورو سره ګډوي خو د هغو ملحدينو پر خلاف به خپله فرضي مبارزه پر مخ بيايي چې په دغسې شيطاني دسيسو او ځينو الحادي اصطلاحاتو سره د الهي دين د ختمولو ارمانجن دي.

ملحدين دې خبر وي چې که دوی هر ډول الفاظ کاروي او يا د اسلام او مسلمانانو د بدنامولو لپاره که هر ډول اصطلاحات راباسي، مسلمانان به ځکه پر دې ونه غوليږي چې په ګردو کې يوازې اسلامي شعاير په نښه کيږي او بې له شکه شرعي احکامو سره مقابله کوي. د داسې کسانو وروستی انجام به حتماً خواري او ذلت او تلپاتې بدمرغي وي.

ليکنه: ګل محمد «سلامخيل»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: