آیا افغان استخبارات د سي آی اې په مرسته یو ترهه اچوونکی رژیم جوړوي؟

فارن پالیسي – عمران فیروز

ژباړه: ا. عاطف

کله چې نظر محمد مطمئن د افغانستان د ملي امنیت ریاست په اړه خبرې کوي، هیجاني کیږي. هغه په خپله وروستۍ مرکه کې وویل، ”دوی خطرناک دي او په هیڅ صورت خپله معامله نه بدلوي“. مطمئن، چې د کابل یو آزاد شنونکی دی او زیاتره وخت په ټلوېزونونو کې لیدل کیږي، وايي پوهیږي چې د څه په اړه غږیږي. نوموړی وايي، څو میاشتې وړاندې د کابل ښار په منځ کې وسله والو برید ورباندې وکړ. نوموړی له حملې روغ ووت، خو وروسته یې ادعا وکړه چې برید کوونکي د ملي امنیت اړوند وو او د ده د سیاسي اختلاف له امله یې د هغه چپ کول غوښتل. مطمئن د امریکا لخوا د افغانستان د پوځي اشغال منتقد دی او له طالبانو سره د سولې د هوکړې ملاتړ کوي.

مطمئن د داسې کیسو په ویلو کې یوازې نه دی. پر مطمئن باندې د برید تر ادعا څو اوونۍ وروسته، یو بل سیاسي مخالف محمد حسن حقیار، چې معمولا به یې پر کابل حکومت باندې نیوکې کولې، د ناپېژانده کسانو په برید کې ټپي شو. او د ۲۰۱۹ز د نومبر په ۲۰مه، یو ارشد سیاسي شنونکی او لیکوال، وحید مژده، د کابل ښار په دارالامان سیمه کې له سیمه ییز جوماته تر وتلو وروسته ترور کړل شو. تر ننه لا د مژده قاتلان نه دي نیول شوي. خو هغه هم د کابل او واشنګټن پر ضد په سختو نیوکو مشهور و.

ګڼ شمېر څارونکي حکومت-پلوه ځواکونه له دې ”زنځیري بریدونو“ سره – لکه څنګه چې یې ځینې محلي افغان خبري رسنۍ بولي – تړي. یوه دیني عالم او د حکومت منتقد، مولوي بهار الدین جوزجاني، په طلوع نیوز کې وویل، ”معلومه خبره ده چې حکومت دا کار کړی او یا یې اجازه ورکړې ده. “د مژده د کورنۍ غړي وايي چې نوموړی په یوه پرمختللې تفنګچه وژل شوی و. د افغانستان ټولې سیاسي جامعې دې وژنې ته غبرګون وښود. په داسې حال کې چې دولتي چارواکو ادعا کوله چې د دې قضیې په اړه به پلټنې وکړي، طالبانو یوه اعلامیه خپره کړه او دا یې ”استخباراتي عملیات“ وبلل.

د مژده تر مرګ وروسته، مطمئن ووېرید او افغانستان یې پرېښود. حقیار هم دمګړی په بهر کې ژوند کوي. مطمئن وویل، ”د کابل وضعیت زموږ لپاره امن نه دی“.

حکومت پر زیاتره دې تورونو باندې له نظر څرګندولو ډډه کړې ده. خو په تېره سپتمبر میاشت کې د ملي امنیت رییس، محمد معصوم ستانکزی، له هغه وروسته استعفا ته مجبور شو چې د ختیځ ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد کې ملي امنیت د سیمې پر یوه مشهوره کورنۍ باندې چاپه ووهله او څلور وروڼه، چې ټول یې ملکيان وو، ووژل.

په داسې حال کې چې دې استخباراتي ادارې ادعا کوله چې د اسلامي دولت [داعش] پر غړو یې برید کړی، ځايي اوسېدونکو دا خبر رد کړ. وروسته معلومه شوه چې ټول قربانیان د ۲۴ او ۳۰ کلونو ترمنځ بېګناه کسان وو چې د بدنامې ۰۲ قطعې لخوا، چې په ختیځ کې د دې ډول عملیاتو مسؤله ده، وهل شوي او په ډزو ویشتل شوي وو.

ستانکزی د افغان کمونیست رژیم برخه و او په ۱۹۸۰یمو کلونو کې یې د مجاهدینو پر ضد جګړه کوله. زیاتره افغانان باور لري چې ملي امنیت اوس لا، د سي آی اې په مرسته او توافق، په ۱۹۸۰یمو کلونو کې د افغان کمونستانو د وحشي استخباراتي ادارې خاد په دویم تجسم بدل شوی دی. خاد د ۱۹۷۸ز تر خونړۍ کمونستي کودتا وروسته لسګونه زره کسان قتل او شکنجه کړل. د خاد تر ټولو بدنام مشر محمد نجیب الله و، چې وروسته د افغانستان وروستی کمونیست ولسمشر شو. لکه څنګه چې د کې جي بي مخکینی ارشیف ساتونکی، واسیلي میتروخین، وايي، ملګري نجیب (په کوم نوم چې مشهور و) تر مرګه د بندیانو په وهلو او شکنجه کولو کې مشهور و.

د خپلې ولسمشرۍ د پای پر مهال په داسې حال کې چې شوروي اتحاد له افغانستانه وتلو ته چمتووالی نیو، نجیب الله له هماغو کسانو سره د سیاسي روغې جوړې د پروسې غږ وکړ چې ده یې کلونه په شکنجه کولو تېر کړي وو. خو د پاشل شوي ملت د یو کولو په اړه د نوموړي پر نارو چا غوږ ونه نیو ځکه میلیونونه افغانان لا هم د یوه وحشي شکنجه کوونکي په سترګه ورته ګوري. تر نن ورځې، د خاد ګڼ شمېر ډله ییز قبرونه لا نه دي موندل شوي.

د ځینو خلکو په خبره، ملي امنیت نه یوازې د خاد رسمي ځایناستی دی بلکې د هغې ادارې د وحشي تکتیکونو تقلید هم کوي څو افغانستان د امریکا د استخباراتو په مرسته، چې د دې رژیم ملاتړ کوي، په یوه نوي پولیسي دولت باندې بدل کړي.

دا ټولې پوښتې هغه وخت راپورته شوې کله چې د مژده تر وژنې څو اوونۍ وروسته کابل له یوه بل وحشت سره مخ شو.

د جنوري د ۵مې د ماښام په ۷:۳۰ بجو، د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو د یوې قطعې غړي د کابل په یوه مصروفه سیمه کې یوه کور ته ننوتل. سهار وختي پنځه کسان مړه وو، چې په سړه وینه کې وژل شوي وو. یوه عیني شاهد وویل، ”په ډېر بېرحمه ډول یې زموږ پر کور باندې برید وکړ. یو قتل عام و.“ د قربانیانو له ډلې یې د شوروي-ضد پخوانی قومندان او مشهوره سیاسي څېرمه آمر عبدالستار و. ستار، چې په نږدې پروان ولایت کې اوسېده، د اوونۍ په اخیر کې کابل ته راغوښتل شوی و او باور کیږي چې په هغه شپه د ملي امنیت لومړنی هدف و. د هغه زوی هم په دې چاپه کې ووژل شو.

تر ننه لا هم څوک نه پوهیږي چې دا چاپه ولې ووهل شوه او ستار ولې ووژل شو. کېدای شي تېروتنه شوې وي ځکه، د نورو قربانیانو برخلاف، نوموړی د حکومت ملاتړی شخص بلل کېده او په ۲۰۱۹ز کال کې یې د انتخاباتي کمپاین پر مهال د ولسمشر اشرف غني ملاتړ کاوه. د برید پر مهال ټول قربانیان بې وسلې وو. د ستار یو خپلوان، عبدالناصر، فارن پالیسي ته وویل، ”پنځه کسان ووژل شول او دوه نور ملي امنیت ورسره یووړل. اووه نور په په کور کې پاتې شول.“ د عیني شاهدانو په خبره، د ملي امنیت قطعې په کور کې د هر موجود کس د وژلو اراده درلوده.

د کور د خاوند زوی، شفیع غوربندي، وویل، ”آمر ستار او د هغه زوی زموږ مېلمانه وو. زما له پلار او یوه ورور سره یوځای ووژل شول“.

اما په عین حال کې، دا معلومه خبره وه چې پر ستار باندې چاپه به په پلازمېنه کې سیاست ته ټکان ورکړي. د غني اوسني انتخاباتي ملګري او د ملي امنیت یوه پخواني رییس، امر الله صالح، په دویمه ورځ د ستار په جنازه کې وویل، ”له خبرېدو سره سم مې له ولسمشر سره اړیکه ونیوله“. صالح د ستار نږدې ملګری و. تر جنازې وروسته غني په ولسمشرۍ مانۍ کې د ستار د کورنۍ هرکلی وکړ او هغوی ته یې تسلیت ووایه. نوموړي هم د چاپې په اړه د پلټنو وعده وکړه.

د ستار وژل کېدنه د افغانستان په پارلمان کې هم په یوه تاوده بحث باندې بدله شوه. یو شمېر قانون جوړوونکو د چاپې په اړه د سرتاسري او مناسبې پلټنې غوښتنه کوله. پارلمان له دې موقع ګټه واخیسته څو په هېواد کې د وهل کېدونکو چاپو د زیاتېدونکي شمېر په اړه پوښتنې وکړي.

اصلاً، په داسې حال کې چې پارلمان لا د کابل د چاپې په اړه بحثونه کول، په ختیځ لغمان ولایت کې د یوې بلې شپنۍ چاپې راپورونه راغلل، چې یو ځل بیا ملي امنیت وهلې وه. د راپورونو په بنسټ، یو سپین ږیری وژل شوی و او څلور زامن یې ملي امنیت ورسره بندیان کړي وو. په حقیقت کې، دا ډول پيښې له تېرو څو میاشتو راهیسې په ټول هېواد کې پيښیږي. ویل کیږي چې تقریبا په هره داسې پېښه کې ملي امنیت او سي آی اې، چې د خپل ځواک له ساتلو سره هممهاله په ملي امنیت کې له خپلو افغان سیالانو سره مرسته هم کوي، دخیل وو.

په افغانستان کې دا دواړه استخباراتي سازمانونه د ښکار-او-قتل د تکتیکونو له امله، چې زیاتره وختونه ملکي تلفات پکې پيښیږي، بدنامه دي. دا په استناد رسېدلې خبره ده چې د خوست د ساتونکي ځواک [کمپاین / KPF] په څېر، چې زیاتره په جنوب-ختیځو ولایتونو کې حضور لري، د سي آی اې قطعې قصدا افغان ملکي وګړي تښتوي، شکنجه کوي او وژني – دا هغه حقیقت دی چې د بشر د حقونو د څار ادارې (HRW) د ۲۰۱۹ز په وروستیو کې په خپل یوه راپور کې رابرسېره کړی و. په دې ۵۳-پاڼو درلودونکي راپور کې د ۲۰۱۷ له پایه بیا د ۲۰۱۹ز تر منځه په نهو ولایتونو کې ۱۴ قضیې مستندې شوې وې. د HRW په خبره، دا موارد په ډاګه ښيي چې د سي آی اې لخوا روزل شوو او تمویلېدونکو افغان ځواکونو د ملکي وګړو ژوند او یا نړیوال بشري قانون ته ځواب ویلو ته کمه توجه کړې ده. دا ملېشې په ټول هېواد کې فعالې دي، چې زیاتره یې په خوست، پکتیا، پکتیکا، ننګرهار او میدان وردګو ولایتونو کې دي.

د بشري حقونو د څار ادارې د اسیا څانګې مدیرې او د هغه راپور لیکونکې، پټریشیا ګوسمن، فارن پالیسي ته وویل، ”دې تیریګرو ځواکونو، چې سي آی اې یې تر شا ده، په منظم ډول ملکي وګړو او بندیانو ته د ورکړل شویو محافظتونو بې احترامي کړې ده. دا استثنايي موارد نه دي، بلکې د دې پوځي-وزمه ځواکونو لخوا د جنګي قوانینو د جدي نقضونو – حتی جنګي جرمونو – د یوې سترې بېلګې ښکارندوی دي. په پرلپسې مواردو کې د ملي امنیت ضربتي ځواکونو او KPF په اسانۍ سره په خپل بند کې خلک وژلي او بشپړې ټولنې یې د د تیریګرو شپنیو چاپو په ترهه او او بې تبعیضه هوايي بریدونو کې اچولې دي. د امریکا او افغانستان حکومتونه باید دا پاتولوژي ختمه او ټول غیرقانوني ځواکونه منحل کړي“.

دا چې شفافیت نشته، معلومه نه ده چې د ملي امنیت ریاست تر څومره حده په دې عملیاتو کې دخیل دی او د خوست د ساتونکي ځواک په څېر ملېشو کنټرول د چا په لاس کې دی. په هر صورت، سلسله مراتب واضح ښکاري، یعني د سي آی اې له توافق پرته هیڅ هم نشي کېدای. په عین حال کې د ملي امنیت، د دې د تشکیل او دا چې چا ته ځواب ورکوي په اړه معلومات نشته. مطمئن وايي، ”ګڼ شمېر کسان چې په تېرو کلونو کې یې له ملي امنیت سره کار کړی هغه کمونستان وو چې له خاد سره یې هم کار کړی دی. دا کوم تصادف نه دی“. کله چې مژده ژوندی و، هغه هم ادعا کوله چې زیاتو پخوانیو کمونستانو ملي امنیت ریاست په لاس کې اخیستی او د خاد د اعمالو تقلید یې پیل کړ څو وېره او ترهه خپره کړي. په داسې حال کې چې له سي آی اې سره د KPF په څېر ملېشو اړیکې څرګندې دي – KPF د خوست په منځ کې د سي آی اې په کېمپ چپمین کې روزل کیږي او تجهیزیږي – د ملي امنیت ریاست، چې د افغانستان د امنیتي دستګاه رسمي اورګان دی او د افغانستان د ملي منافعو د ساتنې ادعا کوي، لا هم زیات مبهم دی.

د ملي امنیت ریاست تر مخکیني قومندان، ستانکزي، وروسته احمد ضیا سراج د نوموړي ځایناستی ټاکل شوی، د چا چې کوم واضح سیاسي شالید نه ښکاري. یوه افغان امنیتي شنونکي چې د پټ پاتې کېدو غوښتنه یې کوله فارن پالیسي ته وویل، ”د نورو برخلاف، هغه واضح استخباراتي شالید لري. خو ټیټه رتبه یې غوره کړې وه او ورو ورو پورته شو. بالآخره، د ملي امنیت ریاست او سي آی اې دواړو په لطف سره [د دې بنسټ رییس] شو“. له دې سره سره، اوازې دي چې ښايي سراج پر ستار باندې تر چاپې وروسته خپل مقام وبایلي. یاد شنونکي وویل، ”نوموړی اوس له زیات فشار سره مخ دی. وبه ګورو چې آیا پر خپله څوکۍ پاتې کیږي او که نه“.

خو په داسې حال کې چې د ملي امنیت ریاست پر ضد نیوکې د زیاتېدو په حال کې دي، د هغې چاپې په څېر پيښې چې ستار او زوی یې وواژه ښيي چې دا استخباراتي اداره حتی د کابل په ښاري سیمو کې د بشري حقونو د نقضولو پر مهال څومره راحته ده. حتی کله ناکله د دې ادارې ۰۱ قطعه په سپینه ورځ په ښار کې لیدل کېدای شي.

یوه کابل-مېشتي څېړونکي او شنونکي، سعید جلال، وویل، ”د ’یا ما سره شه، یا زما پر ضد‘ قوي پالیسي وجود لري. [حکومت] هر ډول سیاسي اختلاف ’تروریزم‘ او ’جنګسالاري‘ بولي. افغانستان یو ځل په خپلو تاریکو وختونو کې له دې ډول پالیسیو سره مخ وو، او پایلې یې هم ښې څرګندې دي“.

ښايي په کابل کې د استخباراتو تر ټولو بدنام مشر اسد الله خالد و، چې له ۲۰۱۲ بیا تر ۲۰۱۵ز یې استخبارات رهبري کول. تر دې دندې وړاندې لا خالد د اختطاف، شکنجې، جنسي تېري او قتل په شمول د بشري حقونو د یوه اوږده لیست په نقض تورن و. په ۲۰۱۰ز کال کې د کاناډایي حکومت اسنادو خبر ورکړ کله چې خالد د کندهار والي و، شخصي زندان یې درلود. نوموړی همداراز د ملګرو ملتونو د پنځو کارکوونکو په وژلو هم تورن و څو په دې ډول، لکه څنګه چې ادعا کیږي، د سیمې د مخدره موادو د قاچاق د هغو کړیو ساتنه وکړي چې دئ هم پکې دخیل و. د ملي امنیت د رییس په حیث تر ټاکل کېدو څو میاشتې وروسته، د ۲۰۱۲ز په ډسمبر کې، د طالبانو په یوه برید کې تر سخت ټپي کېدو بعد خالد له سیاسي صحنې ووت.

خو د ۲۰۱۹ز کال په لومړیو کې، غني خالد دفاع وزیر وټاکه. د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو د خالد د بېرحمه ماضي له امله پر دې اقدام نیوکې وکړې. بهر حال، د نوموړي دوباره ټاکنه هغه لاره راڅرګنده کړه چې د کابل امنیتي رژیم یې وهونکی ښکاري.

پای

عمران فیروز یو ازاد خبریال او لیکوال دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button