میدان وردګو کې د څارویو د خوراکي توکو مرکز جوړ شوی

عزم(چهار‌شنبه، ۲۳سلواغه، ۱۳۹۸ل): د میدان وردګو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، د لومړي ځل لپاره په دغه ولایت کې د څارویو او چرګانو د خوراکي توکو د پروسس او تولید مرکز جوړ شو، چې د غواګانو او چرګانو لپاره معیاري خوراکي توکي تولیدوي.

د یاد ولایت د کرنې رئیس ولید احمد تسل وايي، په دغه مرکز کې د شېدو د غواګانو او د هګیو د چرګانو لپاره خوراکي توکي تولیدېږي، چې ورسره به په دغه ولایت کې د مالدارانو ستونزې هوارې شي.

د تسل په خبره، په دغه مرکز کې د ورځې ۸مټرېک ټنه توکي تولیدېږي او د یوې شل کیلويي بوجې بیه یې له ۸۵۰نه تر ۶۰۰افغانیو پورې ده.

دی وايي، دغه مرکز د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې«FAO» له خوا جوړ شوی او د دغه ولایت د مالدارانو ستونزې هوارولی او اړتیاوې یې پوره کولی شي.

میدان وردګ یو کرنیز ولایت دی او د مېوو پراخه بڼونه لري، چې مڼې یې نږدې ټول افغانستان ته رسېږي او ښه بازار لري.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button