ویسا: اشرف غني د سولې د خبرو د بې‌نتیجې کولو په تمه دی

عزم(چهار‌شنبه، ۲۳سلواغه، ۱۳۹۸ل): ویسا ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو او د سولې په روانو خبرو باندې بحث کړی.

ورځپاڼې لیکلي، که د سولې خبرې بې‌پایلې پای ته رسېږي، نو اشرف غني د همدغه وخت په انتظار دی؛ ځکه د سولې خبرې بې‌پایلې شي، اشرف غني ځان ګټونکی بولي.

«د ولسمشرۍ د انتخاباتو له ورځې څلورنیمې میاشتې تېرې شوې، تر اوسه خبره معلومه نه ده چې څه به کیږي. خو په عامه کچه په ولس کې دا ذهنیت دی چې انتخابات هسې ډرامه وه ځکه خو ولس پکې ګډون هم ونه کړ، یو نظر دا ؤ چې د انتخاباتو پایلې د قطر له خبرو سره تړاو لري، ښايي یو دلیل یې دا وي چې د انتخاباتو وروستۍ پروسه بشپړه د بهرنیانو لاسو ته ولوېده، سفارتونه او بهرني سلاکاران پکې اصلي تصمیم نیوونکي دي، ځکه خو دومره ستونزې پکې راپیدا شوې چې اړوند کمېسیونونه په هغو کې د پرېکنده تصمیم جرئت او واک نه لري. خو اوس طالبان وايي چې د سولې پروسه سره له دې چې د دوی او امریکا ترمنځ هر څه نهايي شوي او یوازې لاسلیک ته خبره ور رسېدلې، بیا هم د امریکا لخوا ځنډیږي چې نور دغه ځنډ دوی ته د زغم وړ نه دی، د دې معنا دا ده چې د سولې پروسه هم له بنبست سره مخ ده. ښايي د سولې د پروسې له بنبست سره حکومت او ولسمشر غني لوری ډېر خوښ وي، ځکه دوی فکر کوي چې د سولې پروسې ناکامي د انتخاباتو د پروسې د بریا په معنا ده. همدغسې طالبان او یو شمېر سیاسي ډلې د انتخاباتو د پروسې ناکامۍ ته خوښ وي، په دوی کې به ځینې د غرض خاوندان وي او ځينې ښايي د انتخاباتي پروسې پر ستونزو او ناخوالو اندېښنه ولري. واقعیت دا دی چې د دې دواړو پروسو د ناکامۍ او یا غیر اصولي پرمختګ درنه بیه ولس ادا کوي. درېغه موږ سم او نسبتي شفاف انتخابات درلودای چې د حکومت په انتخاب کې د ولس رايې او نظر ته درناوی او اعتبار ورکړل شوی وای.»

ورځپاڼه لیکي، کله کله د امریکا له لوري د سولې بهیر داسې ګونګ شي، چې خلک په شک کې واچوي او فکر کوي چې امریکا یوازې وخت تېروي او د سولې خبرې په قصدي ډول ځنډوي.

«همدغسې درېغه د سولې خبرې اترې او روانه پروسه داسې ګونګه او معما ته ورته نه وای چې کله د ولس هیلې ورته زیاتې شي کله يې ابهامونه دومره زیات شي چې د یوې بلې توطیې بوی ترې راځي. د دې دواړو ستونزو اصلي لامل دا دی چې افغانان په دواړو کې پرېکنده رول او واک نه لري. د دې تشې دلیل هم دا دی چې متاسفانه افغانان د ملي ګټو په تړاو هم سره یوه خوله نه دي که د انتخاباتو مساله ده او که د سولې دواړه زموږ د ولس لپاره برخلیک ټاکونکې دي، خو ولس مو د دواړو په باب سره ویشلی دی.»

د ویسا په باور، سوله تر ټاکنو مهمه ده. که د سولې خبرې یوې پایلې ته نه رسېږي، نو د راتلونکي حکومت ډول له اوسني حکومت ډېر خطرناک دی.

«اوس که د انتخابات د یوه ټیم په ګټه اعلانیږي نور لوري یې ښايي پایلې ونه مني، یا تر اعلان مخکې د پخوا په څېر د ګډوله حکومت جوړولو ته زمینه برابره شي چې یو لړ هڅې له پخوا نه په دې تړاو تر سترګو کیږي. په دواړو صورتونو کې به داسې حکومت راځي چې تر پخوا به زیات د ولس پر اوږو بوج وي. د سولې په برخه کې هم همدغسې ستونزه ده، فرضاً د طالبانو او امریکا ترمنځ نن توافق وشي او رسماً اعلان شي، تر بشپړې سولې او نورمال حالت پورې زموږ د ولس په مخه کې د اور غرونه ولاړ دي. د دغو ستونزو طبیعي حل یوازې په دې کې دی چې ولس مو سره متحد او بېلابېل لوري د وړوکیو شخصي ګټو پرځای د ولس د برخلیک په باب فکر وکړي او پر یوه محور راټول شي.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: