مسیر: که سوله ونه شي جګړه نوره سختېږي

عزم(چهار‌شنبه، ۲۳سلواغه، ۱۳۹۸ل): مسیر ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې د کابل په پروني برید بحث کړی او اندېښنه یې ښودلې، که د سولې هوکړه ژر لاسلیک نه شي، نو دغه ډول بریدونه هم زیاتېږي.

ورځپاڼې لیکلي، له څو اوونیو راهیسې بریدونه کم شوي وو، خو امریکايي لوري پر ملکي وګړو چاپې ډېرې کړې، د ملکي وګړو کورونه یې بمبار کړل او تر پنځوسو ډېر ملکیان یې ووژل.

«داسې ښکارېدله چې دا چاره د سولې له خبرو سره تړلې وي. که څه هم په دې تړاو رسمي توافق نه و شوی، خو ویل کېدل چې امریکا او طالبانو د حسن نیت لپاره له خپله اړخه د تاوتریخوالي پر کمولو شفاهي هوکړه کړې وي. په دې موده کې نه یوازې په ښارونو کې بریدونه نه وو، بلکې په کلیو کې هم هوايي بریدونه او بمبارۍ درول شوې او یا هم کمې شوې وې. که څه هم په ځینو ولایتونو کې د جګړو او نښتو رپوټونه وو، خو تاوتریخوالی په بې ساري ډول کم شوی و. نږدې دوې اونۍ وړاندې یو ځل بیا په کلیوالو سیمو کې هوايي بریدونه او بمبارۍ پیل شوې. په دغو بریدونو کې تر ډېره ملکي وګړي ووژل شول، چې آن د افغانستان د بشري حقونو حکومت پلوه کمېسیون هم وویل چې په دې هوايي بریدونو کې پنځوسو ښځو، ماشومانو او بې ګنا وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. داسې وېره وه چې طالبان به دغو بریدونو ته په غبرګون کې په ښارونو کې بریدونه پیل کړي. که څه هم طالبانو د پروني برید پړه نه ده اخیستې، خو که دا کار طالبانو کړی وی، نو دا په رښتیا هم ډېر بد پیغام لري. له دې سره دا وېره زیاتیږي چې په کلیو کې به بمبارۍ او هوايي بریدونه او په ښارونو کې به ځانمرګي او چاودنې بیا زور اخلي. که داسې وشي، نو نه یوازې ملکي وګړو ته به پراخه مرګ ژوبله اوړي، بلکې د سولې پروسه به هم له جدي خنډونو سره مخ کېږي.»

د مسیر په باور، د سولې فعالان باید نور رامخکې شي، د سولې هڅې ګړندۍ کړي او د جګړې د کمولو لپاره ټولې هڅې وکړي؛ ځکه که جګړه سختېږي، نو د سولې شته هیلې به هم له منځه ولاړې شي.

«اوس پکار ده چې د دغو بریدونو او جګړې له شدت وړاندې د سولې لپاره ګامونه واخیستل شي. هغوی چې د سولې مخالفت کوي او یا داسې شرطونه وړاندې کوي چې د سولې په چاره کې خنډ پیدا کوي، د دغه ډول وحشتونو دوام غواړي. ولس او سوله غوښتونکي سیاستوال باید لا زیات فعال شي. د سولې لپاره باید پر ټولو اړخونو سیاسي او ولسي فشار زیات شي. پکار ده چې تر هر څه وړاندې د دغو بریدونو د درولو غوښتنه وشي او ورسره سم دې د سولې لپاره یو پیاوړی غږ را پورته شي. که همدا اوس د سولې لپاره یو پیاوړی غږ پورته نه شي، ښکېل اړخونه فشار احساس نه کړي او د سولې په برخه کې مهم ګامونه وا نه خیستل شي؛ نو وېره ده چې جګړه به سخته شي او د سولې په برخه کې شوي پرمختګونه به له منځه ولاړ شي.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button