کرېکټ: افغان لوبډله هندوستان ته ولاړه

عزم(چهار‌شنبه، ۲۳سلواغه، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د ایرلینډ پر وړاندې د درې شل اوریزه لوبو د ترسره کولو په موخه پرون هندوستان ته تللې ده.

د کرېکټ بورډ اداره وايي، افغان لوبډله به په هندوستان کې تمرینات ترسره کړي او د راتلونکې مارچ میاشتې په ۶مه، ۸مه او ۱۰نېټه به له ایرلینډ سره درې نړیوالې شل اوریزه لوبې ترسره کړي.

له ایرلینډ سره د درې شل اوریزه لوبو کوربه‌توب افغانستان په هندوستان کې کوي او ټولې لوبې په د ګرېټر نویډا په لوبغالي کې ترسره شي.

افغانستان او ایرلینډ تراوسه ۸نړیوالې شل اوریزه لوبې ترسره کړي، چې ټولې افغان لوبډلې ګټلي دي.

د کرېکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې افغان لوبډله اووم او ایرلینډ ۱۴ځای لري.

افغان لوبډلې له ۲۰۱۸ز کال راهیسې د شل اوریزو لوبو ټولې لوبلړۍ ګټلي دي، خو ۱۳پنځوس اوریزه لوبې یې پرله‌پسې ګټلي دي.

تېره اوونۍ د ایرلینډ پر وړاندې د راتلونکو لوبو لپاره د اصغر افغان په مشرۍ لوبډله اعلان شوې، چې په لومړي ځل قیس احمد او عظمت الله عمرزي ته ځای ورکړل شوی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: