ننګرهار: لمریزې برېښنا جوړ شویو توکو ښه بازار پیدا کړی

عزم(چهار‌شنبه، ۲۳سلواغه، ۱۳۹۸ل): په جلال اباد کې د «زېب پامیر څړنېز شرکت» له لوري داسې وسایل جوړ شوي، چې له لمریزې برېښنا په وسیله ترې ګټه اخیستل کېږي او اوس ښه بازار لري.

د دغه شرکت یو انجینر حیاءالدین ملال وايي، په دغه شرکت کې د لمریزې برېښنا وسایل جوړوي او د جلال اباد سربېره یې نورو ولایتونو ته هم لېږي.

دی وايي، د لومړي ځل لپاره په دې ولایت کې د زېب پامير څېړنيز شرکت له لوري لمريزې برېښنا توکي او وسايل توليد شول، چې اوس د دې ولايت سربېره د هېواد نورو ولايتونو ته هم لېږل کېږي او ښه بازار لري.

د ملال په خبره، له تېرو شاوخوا څلور کالونو راهيسې د لمريزې برېښنا وسايل جوړوي، چې د ننګرهار سربېره یې نورو ولایتونو ته هم لېږي.

په دغه شرکت کې د کرنيزو توکو وچونکی ماشين، داش، لمريز نغری، اوبه تودونکی، منقل، د ځمکې اړولو لپاره بېل او نور توکي جوړېږي، چې یوازې په لمریزې برېښنا کار کوي.«پخوا به کرنيز توکي د څو ورځو په ترڅ کې وچېدل؛ خو اوس بزګران کولی شي، چې لمريزې برېښنا ماشین په واسطه پياز، روميان، بانجان او نور سبزيجات او مېوه جات په څو ساعتونو کې وچ او بازار ته يې عرضه کړي.»

دی زياتوي، چې د دوی له لوري جوړ شوی د لمریزې برېښنا داش کې قابلي پلو، کيک او نور توکي پخېږي، اوبه تودونکي يې کولی شی، چې سل لېتره اوبه تر مثبت اتيا درجو پورې ګرمې کړي او منقل هم اقتصادي جوړ شوی، چې په کمې برېښنا ډېر کار کوي.

د حیاءالدین ملال په خبره، يو نغری يې د لرګيو لپاره جوړ کړی، چې عادي نغري سره يې توپير په دې کې دی، چې لګښت یې ډېر کم دی او تر ډېره يې د لوګي کولو مخنيوی شوی دی. «د بزګرانو لپاره يې د ځمکې اړولو داسې بېل جوړ کړی، چې اته غاښونه لري او شپيته پر دېرش سانتي متره ځمکه اړوي، چې د يوې ورځې په اوږدو کې شاوخوا د يو جريب ځمکې اړولو ظرفيت لري او په غرنيو او جعبه لرونکو ځمکو کې بزګرانو سره ښه مرسته کوي.»

د دغه شرکت یو بل کارکوونکی محمد داود شینواری وايي، د لمريزې برېښنا وسايل يې د چاپېريال پاک ساتلو او د خلکو اقتصادي ستونزو ته په کتو رامنځته کړي دي.

د ياد شرکت رئيس انجينر ضياء الدين زېب وايي، چې دوی د لمريزو توکو جوړولو ترڅنګ برېښنايي توکي هم ترميموي او همدا راز د برېښنا او انرژۍ په برخه کې د توليد په موخه نوي پلانونه لري، چې په نږدې راتلونکې کې به يې تطبيق کړي.

په دغه شرکت کې لسګونه نور داسې توکي جوړ شوي، چې یوازې له لمریزې برېښنا په وسیله ترې ګټه اخیستل کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: