په ولسي جرګې کې دزابل دخلکو استازی له وسله وال بريدروغ وتلی

IMAGE635214372030468750

کلات( عزم: سه شنبه،۰۳وږی،۹۴ ل) په ولسي جرګه کې د زابل د خلکو استازى حميدالله توخي له يوه وسله وال بريد څخه روغ وتلی خو دريو ساتونکو ته يې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال  د پېښې په اړه رسنیو ته وويل چې پر حميد الله توخي دغه بريد نن له غرمې مخکې د زابل – کندهار پر لويه لاره شوى دى.

هغه زياته کړه چې نوموړى کندهار ولايت ته په لاره و چې د شهر صفا ولسوالۍ په مربوطاتو کې پرې بريد شوى دى.

خو سيال د دغه بريد په پايله کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل.

د حميدالله توخي زوى عبدالواسع توخي خبريالانو ته وويل چې پلار يې له دغه بريده روغ وتلى خو پر موټر يې مرمۍ لګېدلې دي.

د هغه په وينا، د وسله والو په دغه بريد کې يې د پلار يو ساتونکى وژل شوى او دوه نور ټپيان شوي دي.

نوموړي وويل چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او د هغوى روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

د بريد مسؤليت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخيستی.

د يادونې وړ ده چې په حميدالله توخي له دې مخکې هم په خپل کور کې بريد شوی و چې نوموړی يې له درې نورو کسانو سره ټپي کړی کړی و.

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button