تیره ورځ؛  چین کې د کرونا ویروس ۲۴۲ کسان نور هم ووژل

عزم(پنجشنبه، ۲۴سلواغه ۱۳۹۸):چینایي رسنۍ وایی چې دغه هیواد کې د کرونا ویروس د قربانیانو او اخته کسانو شمیر په بیساري توګه نور هم لوړ شوی دی.

چارواکي وایي، تیره ورځ ۲۴۲نور کسان د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي چې په دې سره د مړو شویو کسانو ټولییزه شمیره ۱۳۵۳ تنو ته لوړه شوې، په داسې حال کې چې دا شمیر تیره ورځ ۱۱۱۳ تنه وه.

په ورته وخت کې د دغه هیواد چارواکي وایي چې په وهان آیالت کې تازه  پر دغه ویروس ۱۴۸۴۰ تنه نور کسان اخته شوي چې په ټوله کې پر دغه ویروس د اخته کسانو شمیر تر ۶۰ زرو لوړ شوی او ۹۰ سلنه یې هم په همدې آیالت کې تثبیت شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ چینایي چارواکو خبر ورکړی وه چې د یاد ویروس د چټک خپریدو مخه یې نیولې ده.
د روغتیا د نړیوال سازمان یوه مشر”تئودروس آدانوم گبریسوس” رسنیو ته ویلي، ممکن چین د سختو اقداماتو له امله د یاد ویروس د خپریدو مخه ونیسي خو نورو هیوادونو کې یې د چټک خپریدو امکان شته، چې له امله یې د لازمو احتیاطي تدابیرو نیول اړین دي.
تر اوسه د نړۍ ۲۷هیوادونو ته د دغه ویروس څپې رسیدلې او دوه کسان یې له چین څخه د باندې وژلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: