کوچي ته د رسول الله صلي الله عليه وسلم نصیحت

 

جابر بن سلیم الْهُجَيْمِيِّ رضي الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلم، هغه لوی څادر اغوستی و، د څادره څنډې د هغه په پښو پرتې وې، ما وویل: تاسو کې محمد کوم یو دی؟ یا تاسو کې رسول الله کوم یو دی؟ هغه پخپل لاس ځان ته نغوته او اشاره وکړه، ما وویل: یا رسول الله! زه د صحرا اوسیدونکی یم، ما کې د صحرایي خلکو سختوالی ده، نو ما ته نصیحت وکړه.

هغه وفرمایل: هیڅ ډول ښه کار سپک مه ګڼه، که څه هم له خپل ورور سره په ورین تندي مخامخ کیدل وي او که څه هم اوبه غوښتونکي ته له خپلې سلواغې نه په لوښي کې اوبه ورتویه ول وي. او که کوم سړي د یوې معلومي خبري په اړه ښکنځل درته وکړه، تا ته چې د هغه څه معلوم وي په هغه یې مه ښکنځه، په دې سره به ته ثواب وګټې او هغه به ګناهګار شي.

جامې دې ښکته مه ځړوه، ځکه جامې ځړول کبر او غرور ده او الله ته کبر ښه نه ورلګیږي. او هیچا ته ښکنځل مه کوه. جابر بن سلیم رضي الله نه وایي: له دې وروسته مې هیچا ته ښکنځل نه دې کړي، ان پسه او اوښ ته مې هم ښکنځل نه ده کړې.

عَنْ جَابِرِ بْنِ سُلَيْمٍ الْهُجَيْمِيِّ قَالَ : أَتَيْتُ رَسُولَ اللَّهِ – صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ – وَهُوَ مُحْتَبٍ بِشَمْلَةٍ ، وَقَدْ وَقَعَ هُدْبُهَا عَلَى قَدَمَيْهِ ، فَقُلْتُ : أَيُّكُمْ مُحَمَّدٌ – أَوْ : رَسُولُ اللَّهِ ؟ – فَأَوْمَأَ بِيَدِهِ إِلَى نَفْسِهِ ، فَقُلْتُ : يَا رَسُولَ اللَّهِ ، أَنَا مِنْ أَهْلِ الْبَادِيَةِ ، وَفِيَّ جَفَاؤُهُمْ ، فَأَوْصِنِي . فَقَالَ : ” لَا تَحْقِرَنَّ مِنَ الْمَعْرُوفِ شَيْئًا ، وَلَوْ أَنْ تَلْقَى أَخَاكَ وَوَجْهُكَ مُنْبَسِطٌ ، وَلَوْ أَنْ تُفْرِغَ مِنْ دَلْوِكَ فِي إِنَاءِ الْمُسْتَقِي، وَإِنِ امْرُؤٌ شَتَمَكَ بِمَا يَعْلَمُ فِيكَ فَلَا تَشْتِمْهُ بِمَا تَعْلَمُ فِيهِ ، فَإِنَّهُ يَكُونُ لَكَ أَجْرُهُ وَعَلَيْهِ وِزْرُهُ . وَإِيَّاكَ وَإِسْبَالَ الْإِزَارِ ، فَإِنَّ إِسْبَالَ الْإِزَارِ مِنَ الْمَخِيلَةِ ، وَإِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمَخِيلَةَ ، وَلَا تَسُبَّنَّ أَحَدًا . قَالَ : فَمَا سَبَبْتُ بَعْدَهُ أَحَدًا ، وَلَا شَاةً وَلَا بَعِيرًا. رَوَاهُ أَحْمَدُ وَ أَبُو دَاوُدَ وَالنَّسَائِيُّ وَالتِّرْمِذِيُّ.

راوي

د حدیث د راوي په اړه دومره معلومات ترلاسه شوي چې د بنو تمیم قبیلې د بلهجیم پښې نه دی، نوم کې یې اختلاف دی، امام البخاري رحمه الله یې همدا نوم (جَابِرِ بْنِ سُلَيْمٍ الْهُجَيْمِيِّ) سم بللی. ابو جری یې کنیت و، وروسته بصره کې اوسیدی، ابن سیرین او نورو هغه نه حدیث روایت کړي دي. رضي الله عنه .الاستیعاب لابن عبد البر رحمه الله

د حدیث شرحه او ګټې

د رسول الله صلی الله علیه وسلم دې حدیث نه خورا سترې ګټې ترلاسه کولی شو، د حدیث له ښکاره لارښوونو، له سیاق او سباق او عمومي حالت نه خورا په زړه پوري نبوي لارښوونې او د خیر او ګټي خبرې ترلاسه کولی شو، چې لاندې یې تفصیل رااخلم.

① لومړی رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د صحابه کرامو مینه، دا کوچي صحابي چې پخپله سختي او د کوچیتوب ساده ګي او کروړوالي یې پخپله اعتراف کړی دی (وَفِيَّ جَفَاؤُهُمْ) بیا هم د رسول الله د ناستي حالت، د هغه ځانګړی څادر اغوستل او ځانګړې ناسته (احتباء) ورته یاد دي او خپل شاګرد ته یې په مینه بیانوي.

② دویم له روایت نه د رسول الله ﷺ د ژوند ساده توب او عادي حالت په ډاګه معلوميږي، سړی پوښتنه کوي چې تاسو کې محمد / رسول الله کوم یو دی؟ ځکه هغه د صحابه کرامو منځ کې په عادي حالت کې ناست و، که دی له هغوی سره په ځانګړي ځای او خاص حالت کې ناست وی بیا یې پېژندلی شوی. مطلب دا چې نبوي اخلاقو او نبوي سیرت کې دا زموږ به څیر لوړي ژوري او تکلفات نه وو.

③ د اړتیا په صورت کې د خپل معلوم بد خوی اعتراف فضیلت او ښه کار دی او دا صراحت ګټور دی، کوچي رسول الله ﷺ ته د خپل کوچیتوب د سخت مزاجي، کروړوالي او جفا په اړه اعتراف کوي او ورته وایي: فَقُلْتُ : يَا رَسُولَ اللَّهِ ، أَنَا مِنْ أَهْلِ الْبَادِيَةِ ، وَفِيَّ جَفَاؤُهُم. لکه موږ چې له ډاکتر نه د ښه علاج ترلاسه کولو په نیت هغه ته د خپلي هر ډول ناروغي اعتراف کوو. داراز عالم او لارښود نه د روحي او اخلاقي درملني لپاره هم د اړوند خوی اعتراف لازمي دی.

④ رسول الله ﷺ ته لکه څنګه چې کوچي د خپل کوچیتوب د سختي اعتراف کړی دی هغه هم د هغوی د معلومو کمزوریو سره مطابق لارښوونې ورته کړې دي، کوچيان په وړو خبرو او ډېرو نزاکتونو پسې سر نه ګرځوي، ځکه رسول الله ورته وفرمایل: لَا تَحْقِرَنَّ مِنَ الْمَعْرُوفِ شَيْئًا. یعني هیڅکله یو کوچنی ښه کار سپک مه ګڼه.

لکه ومو ویل دوی کې وړې خبرې کم اهمیته دي، یوه کوچي کیسه کوله، ول سخته ګرمي کې مې د اکا له زوی نه د وښو درنه پنډه واخیستله او کور ته مې ورسره ورسوله، وروسته مې خبرو کې خپلي دې ښېګڼي ته نغوته وکړه، هغه راته کړه: د اکا زویه! دا ښېګڼه څومره ښېګڼه نه ده، ښېګڼه هغه ده چې تربور دې لرګی درباندې پورته کړي او زه یې درنه ونیسم. ځکه په دې اړه رسول الله ﷺ هغه ته نور تفصیل او د کمې ښېګڼي دوه بېلګې هم بیان کړې: وَلَوْ أَنْ تَلْقَى أَخَاكَ وَوَجْهُكَ مُنْبَسِطٌ ، وَلَوْ أَنْ تُفْرِغَ مِنْ دَلْوِكَ فِي إِنَاءِ الْمُسْتَقِي.

⑤ کوچي ته رسول الله ﷺ د ښکنځلو ممانعت په اړه زیات ټینګار وکړ، هغه ورته وفرمایل که څوک ښکنځل درته وکړي هم ته یې مه ورته کوه، له دې وروسته بیا په ټینګار سره ورته وایي: هیچا ته هیڅکله ښکنځل مه کوه (وَلَا تَسُبَّنَّ أَحَدًا).

⑥ رسول الله ﷺ هغه له غرور او تکبر نه منعه کوي، په ځانګړې توګه مختلف ډوله جامو سره انسان ډېر تکبر او غرور کوي، چا لُنګۍ کږه وهلې وي، څوک داسې جامې تیاروي چې د خلکو توجه جلب کړي او څوک جامې ورپسې څکوي، د شريعت له نظره د کبر او غرور هر ډول تظاهر حرام او ناروا دی. او الله له تکبر نه نفرت کوي. وَإِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمَخِيلَةَ.

⑦ په پای کې جابر بن سلیم رضي الله عنه د رسول الله ﷺ له وصیتونو په یوه یې د عمل کیسه کوي، هغه وایي: له دې وروسته مې هیچا ته ښکنځل نه دې کړي، ان پسه او اوښ ته مې هم ښکنځل نه ده کړې. فَمَا سَبَبْتُ بَعْدَهُ أَحَدًا ، وَلَا شَاةً وَلَا بَعِيرًا. الله دې موږ ته هم د رسول الله صلي الله عليه وسلم په مبارکو وصيتونو د عمل توفیق اکړي.

ليکنه: حامد افغان

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button