خبره لاړه ډنډوره شوه!
ما څه وخت وړاندې پخپل یوہ سیاسي تحلیل کې دا وړاندوینه کړې وہ چې که د سولې امکانات زیات شوہ، د کابل ادارې دریځ به ورسرہ ھم ۱۸۰ درجې بدلیږي!
ویل کیږي په کوم ځای چې توپان راځي، لومړی ترې کارغان تښتي، کښتۍ چې ډوبیږي، لومړی ټوپ ترې موږکان وھي!
د مفکر د کمپایني اشرباڼو مشر «داودزي» په خپله یوہ تازہ وینا کې طالبان د اشغال په مخالفت کې پر حقه بللي.
ھغه وایي که څوک دا نه مني چې وطن اشغال دی، ما سرہ دې استدلال وکړي!
زہ د داودزي په خبرہ کې څه نه وایم، یواځې دومرہ ورته وایم چې تاریخ د اشغالگرو ملگري په کوم نوم یادوي او مخالفین یې څه بولي؟!
خلیلزاد څو ورځې وړاندې په کابل کې و او بيا یې په قطر کې له ملا برادر اخوند سرہ وليدل.
ښایي ھغه به ورته ویلي وي:
خبرہ لاړہ ډنډورہ شوہ
جانانه خپل غم دې کوہ خپل به کومه
داسې بریښي اوس د کابل د فاسدې ادارې گوډاگیان د اشغال ضد دریځ پر نیولو ځانونو ته د افغانستان په راتلونکې ادارہ کې د ځای ځایگي پیدا کولو ته تمھید ږدي!!
ماته اوس ھغه وخت ډیر نژدې ښکاري چې پنځه زرہ کلن «مومیایي مفکر» هم د کوم تلویزون پر پردہ راښکارہ شي او ووایي: آمنت برب هارون وموسى!!
زہ هم وایم چې وطن اشغال دی!
او که دا کار وشو او الله عزوجل د دې صحنې لیدل را نصیب کړل نو زما پر خوله به د قرآن کریم دا مبارک ایت جاري وي: آلْآنَ وَقَدْ عَصَيْتَ قَبْلُ وَكُنتَ مِنَ الْمُفْسِدِينَ ؟!!!!!
د همداسې یوې ورځې لیدلو په هیله
حفيظ الدين پيرزاده