خبره لاړه ډنډوره شوه!

 

 

ما څه وخت وړ‎اندې پخپل یوہ سیاسي تحلیل کې دا وړ‎اندوینه کړ‎ې وہ چې که د سولې امکانات زیات شوہ، د کابل ادارې دریځ به ورسرہ ھم ۱۸۰ درجې بدلیږ‎ي!
ویل کیږ‎ي په کوم ځای چې توپان راځي، لومړ‎ی ترې کارغان تښتي، کښتۍ چې ډوبیږ‎ي، لومړ‎ی ټوپ ترې موږ‎کان وھي!
د مفکر د کمپایني اشرباڼو مشر «داودزي» په خپله یوہ تازہ وینا کې طالبان د اشغال په مخالفت کې پر حقه بللي.
ھغه وایي که څوک دا نه مني چې وطن اشغال دی، ما سرہ دې استدلال وکړ‎ي!
زہ د داودزي په خبرہ کې څه نه وایم، یواځې دومرہ ورته وایم چې تاریخ د اشغالگرو ملگري په کوم نوم یادوي او مخالفین یې څه بولي؟!

خلیلزاد څو ورځې وړ‎اندې په کابل کې و او بيا یې په قطر کې له ملا برادر اخوند سرہ وليدل.
ښایي ھغه به ورته ویلي وي:
خبرہ لاړ‎ہ ډنډورہ شوہ
جانانه خپل غم دې کوہ خپل به کومه

داسې بریښي اوس د کابل د فاسدې ادارې گوډاگیان د اشغال ضد دریځ پر نیولو ځانونو ته د افغانستان په راتلونکې ادارہ کې د ځای ځایگي پیدا کولو ته تمھید ږ‎دي!!

ماته اوس ھغه وخت ډیر نژدې ښکاري چې پنځه زرہ کلن «مومیایي مفکر» هم د کوم تلویزون پر پردہ راښکارہ شي او ووایي: آمنت برب هارون وموسى!!

زہ هم وایم چې وطن اشغال دی!

او که دا کار وشو او الله عزوجل د دې صحنې لیدل را نصیب کړ‎ل نو زما پر خوله به د قرآن کریم دا مبارک ایت جاري وي: آلْآنَ وَقَدْ عَصَيْتَ قَبْلُ وَكُنتَ مِنَ الْمُفْسِدِينَ ؟!!!!!

د همداسې یوې ورځې لیدلو په هیله

حفيظ الدين پيرزاده

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button