جوبایډن خپلې خبرې کوي، که د ټولې امریکا نظر څرگندوي؟

خط اول
د امریکا د متحده ایالاتو د ډیموکرات گوند نوماند او د مخکېني ولسمشر بارک اوباما مرستیال جوبایډن روانه اوونۍ داسې خبرې وکړې، چې آن افغان حکومت یې هم غبرگون ته اړویست. د جوبایډن خبرې ډېرو لورو رد کړې؛ خو اصلي خبره داده چې د جوبایډن په خوله راوتلې خبرې د ده وې؛ که د ټولې امریکا نظر همداسې دی. نوموړي ویلي وو«چې د دغه هېواد یو موټي کول هېڅ‌ امکان نه لري، هېڅ‌ امکان نه لري چې افغانستان یو موټی هېواد شي.» د جوبایډن په قول«زه په افغانستان کې د ملت جوړونې له مفکورې سره هېڅ موافق نه وم. یوازېنی کار چې باید ویې کړو، په هغه سیمه کې د ترورېزم ضد مبارزه ده.»
د جوبایډن له خولې راوتلې خبرې د دې ښکاره ښکاروندي کوي، چې امریکا په ښکاره د افغان ملت د پاشلو په هڅه کې وه/ده. امریکا چې چېرته قدم اېښی، هلته بیا خلک په سمتو، قومونو، مذهبونو، ژبو، توکمونو او ډلو وېشل شوي دي. امریکا له پیله په افغانستان کې د مذهبي جگړې ډېرې هڅې وکړې. ښکاره بېلگې یې د امریکا په لاس د روزل شویو«داعشیانو» له لوري پر شیعه‌گانو بریدونه وو. امریکا دې ته په انتظار وه، چې شیعه‌گان به هم ورته بریدونه وکړي او دوی به ورته د خېر پر غونډۍ کېني.
امریکا دغه لوبه په عراق کې هم وکړه. له ۲۰۰۳ز کال نه تر ۲۰۱۴ز کلونو ترمنځ په عراق کې د سُني او شیعه په جگړه کې زرگونه عراقیان ووژل شول. لا هم په عراق کې د سُني او شیعه جگړه پای ته نه ده رسېدلې، بلکې اوس هم په عراق کې د سُني، شیعه او کُرد ترمنځ په بېلابېلو بڼو جگړه روانه ده. امریکا د عراق یو واحد ملت په درې برخو ووېشه او یو غښتلی عراق یې اوس د ایران لاسپوڅی کړ.
افغانستان د بېلابېلو ژبو، قومونو، مذهبونو او توکمونو گډ هېواد دی. موږ په له پیله تراوسه ښه ژوند کړی او اوسنۍ ځینې ناندرۍ هم د امریکايي یرغل ډالۍ دي. پر دې به ټول یوه خوله وي، چې د امریکايي یرغل له پیله تر ننه دلته پښتانه ډېر ځپل شوي. همدا اوس زندانونه له پښتنو ځوانانو ډک دي، بمبار هم پر پښتانه کېږي، وژل کېږي هم پښتون، له زده کړې، له ژوند او له حقه حقوقو محروم هم پښتانه دي. خو دلته ډېری لږه‌کي اوس په واک کې دي. مهم وزارتونه، ادارې، معینیتونه او دفترونه نورو اخیستي. اوس هم داسې ادارې شته، چې له یوه قوم پرته پکې د بل قوم یو کس هم نه‌شته. د اشرف غني د دویم مرستیال ټول دفتر په هزاره‌گانو ډک دی. دلته داسې کسان هم په لوړو څوکیو گمارل شوي، چې ځان یوازې یوې ډلې ته منسوبوي او د نور افغانستان په کیسه کې نه دي. دلته وزیران هم د اکثریت په ژبه نه پوهېږي او خپله دنده یوازې خپل قوم، خپل ولایت او خپلې ډلې ته منسوبوي او که د خدمت خبره وي، نو حق هم د هغوی کېږي. له دومره توپیري چلند سره ـ سره بیا هم افغانان یو دي.
د جوبایډن خبرې د گډ حکومت ځینو چارواکو رد کړې، خو په دې اړه تراوسه د اشرف غني او عبدالله عبدالله غبرگون نه دی ښودلی او نه به یې وښايي؛ ځکه دومره د امریکا مرستو ته اړ دي او له امریکا پرته دلته ژوند هم نه‌شي کولی. د وحید عمر دریځ که څه هم ښه و، خو دا یې ونه ویل چې اوس موږ نور امریکا ته اړتیا نه لرو، چې نور له دې خاورې ووځي.« افغانان له پېړیو راهیسې یو واحد ملت او افغانستان واحد هېواد دی، موږ اړتیا نه لرله چې تاسو راته واحد ملت او هېواد جوړ کړئ.» د جوبایډن نظر د امریکا د پالیسۍ جوړونکی نظر دی او غواړي چې له وتلو مخکې دلته د عراق لوبه تکرار کړي. افغانان باید هوښیار واوسي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button