د «والي» یوازې یوه جوړه جامې!

 

کیسه کا: عمر بن الخطاب (رضي الله عنه) د حمص “اوسنۍ سوریې یو ښار” له وګړو په دې ښار کې د بې وزله او نېستمنو وګړو نومونه وغوښتل، چې د بیت المال له پیسو مرسته ورسره وکا، کله چې د مسلمانانو خلیفه ته د بې وزلو نوملړ ورسېد، د حمص ښار د واکمن (سعید بن عامر) نوم هم پکې و.
عمر بن الخطاب “رضي الله عنه” حیران شو چې د حمص والي د بې وزلو لېست کې؟
د حمص له خلکو یې د هغه د بې وزلۍ لامل وپوښت…
دوی ورته کړل: هغه خپله ټوله تنخا پر بېوزلو او فقیرانو وېشي او وایي: “څهٔ وکړم، د خدای په نزد د دوی مسوول یم.”
کله چې خلیفه د سعید په باب له خلکو وپوښتل، کومه خو پکې وینئ؟
دوی وویل هو، درې عیبونه لري:
۱- د لمر سترګه چې ښه راپورته شي راوځي،
۲- د شپې یې هېڅ څرک له لګي اوًنه راوځي،
۳- او اونۍ کې یوه ورځ بیخي نه راوځي.
کله چې امیرالمؤمنین له سعید دا درې پوښتنې وکړې، هغه ورته وویل خلک رښتیا وايي، لاملونه یې دا دي:
سهار تر هغو له کوره نه راوځم چې د کور ټول کارونه ونه کړم؛ ځکه خدمتګاره نه لرم او مېرمن مې ناروغه ده.
د شپې په دې نه راوځم چې ورځ مې د دوی د اړتیاوو او ستونزو د حل لپاره ټاکلې او شپه د خپل رب عبادت ته.
اونۍ کې ځکه یوه ورځ نه راوځم چې یوازې یوه جوړه جامې لرم، هغه مینځم او تر وچېدو یې منتظر یم.
امیرالمؤمنین چې دا خبرې واورېدې ډېر یې وژړل.

ليکنه: هدايت الله

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button