د امنیتي ځواکونو په صفونو کې ۷ سلنه ښځینه له جنسي ځورونې سره مخ دي

عزم(جمعه، ۲۵ سلواغه ۱۳۹۸): د بشري حقونو کمیسون له لوري په تازه خپاره شوي راپور کې ویل شوي چې د امنیتي ځواکونو په منځ کې ښځینه سرتیرې په سلو کې ۷ سلنه د خپلو همسنګرو او نورو سرتیرو له لوري له جنسي ځورونې سره مخ دي.

یاد راپور کې راغلي چې دغه ښځینه امنیتي سرتیرې د خپلو قومندانانو او نورو همکارانو له لوري جنسي زورول شوې دي.

دغه کمیسون په ۱۳۹۷ او ۱۳۹۸ کال کې له ۲۲۷۲ ښځینه عسکرو سره مرکې کړي چې چې ورته ویلي یې دي دوی د نورو همکارانو او قومندانانو له خوا داسې زورول کیږي چې یا ترې د شخصي ملاقات غوښتنه کوي، یا نا مناسبه ټوکې ټکالې ورسره کوي، جنسي غوښتنه ترې کوي او په ټوله کې ورنه ډول ډول غوښتنې او سوالونه کوي چې جنسي زورونه بلل کیږي.

راپور کې راغلي چې په دغو ۲۲۷۲ ښځینه وو کې ۱۸۶۲ تنو ورته جواب نده ورکړی، ۶۵ نورو بیا مقاماتو ته شکایت کړی، ۸۰ ښځینه وو چوپتیا غوره کړې، ۱۲۴ ښځینه وو یې په وړاندې غبرګون ښودلی او ۱۴۱ نورو بیا وظیفې پریښي دي.

زیاترو یې ورته ویلي چې د دندې پر مهال د خپلو نارینه همکارانو یا قومندانانو له لوري زورول کیږي.

راپور کې راغلي چې دغه شمیره تر دې هم لوړیدای شي، ځکه اکثره یې د موضوع د حساسیت له امله څه ویلو ته نه وي حاضرې شوې.

بلخوا بیا دفاع او کورنیو چارو وزارت هم دا منلې چې وړاندې دا ډول قضیې پیښې شوي دي، خو اوس یې ردوي.

د یادونې وړ دی چې تر دې وړاندې هم آن تر ارګ پورې د ښځینه وو د جنسي ځورونې راپورونه خپاره شوي چې د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد هم د پارلمان له یوې وکیلې سره یو پوچ اډیویي کلیپ رسنیو کې لاس په لاس شوی وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: