په اسلام اباد کې ۲۶ تنه افغان کډوال نيول شوي

 

 

afghan17

اسلام اباد(عزم:سه شنبه،۰۳وږی،۹۴ ل) د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې امنيتي ځواکونو د پلټنې په عملياتو کې لږ ترلږه ۲۶ تنه افغان کډوال نيولي دي.
امنيتي ځواکونو ويلي چې ګمان کيږي دغو افغان کډوالو پاکستاني جعلي کارتونه جوړ کړي دي.
د سرچينو د مالوماتو له مخې نن د اسلام اباد په بېلابېلو سيمو کې د پلټنې په عملياتو کې ۲۶ تنه افغانان نيول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د پنجاب ايالت د کورنيو چارو د وزير شجاع خانزاده له وژل کېدو وروسته په دغه سيمه کې د پلټنې عمليات تيز شوي دي.
تېر کال د دسمبر په ۱۶ مه نېټه د پېښور په پوځي ښوونځي له بريد وروسته په ټول پاکستان په ځانګړي توګه په خيبر پښتونخوا ايالت کې د افغان کډوالو د نيولو او ځورولو لړۍ تر ډېره وخته جاري وه.

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button