دنیا د مومن لپاره څنګه بنديخانه ده؟

 

په صحيح حدیث کې راغلي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: دنیا د مومن لپاره بنديخانه او د کافر لپاره جنت ده.

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الدُّنْيَا سِجْنُ الْمُؤْمِنِ وَجَنَّةُ الْكَافِرِ. رواه مسلم، و أحمد في مسنده، و الترمذي في جامعه و ابن ماجه في سننه.

شرحه او تفصیل:

د دې حدیث د ښه وضاحت لپاره د حدیثو د مختلفو شارحینو د خبرو غورچاڼ راخلم، په حدیث کې د مومن او کافر د دنیا او اخرت ژوند له بنديخانې او جنت سره تشبیه شوی دی، «دنیا د مومن لپاره بنديخانه» دا مطلب دی؛ چې د دنیا دا ټول نعمتونه د اخرت په نسبت بېخي کم دي، د دنیا او اخرت د نعمتونو ترمنځ توپیر داسې دی، لکه د بنديخانې او ازاد ژوند ترمنځ توپیر. او څرنګه چې کافر په جنت کې برخه نه لري نو د جهنم د عذابونو په نسبت دنیا د هغه لپاره جنت ده.

امام النووي رحمه الله د دې حدیث په شرحه کې کاږي: په دنیا کې مومن له حرامو کارونو او خوراکونو منعه کړل شوی دی او مختلف عبادات او مکلفیتونه پرې لازم شوې دي، نو دا مسؤلیتونه او مکلفیتونه ترسره کول د بنديخانې په څېر سخت دي او څرنګه چې کافر له دې مکلفیتونو ځان خلاص کړی نو د هغه لپاره دنیا لکه جنت داسې ده.

ابن القیم رحمه الله وایي: د دې حدیث مطلب د مومن او کافر د مآل او پایلې په لحاظ دی، یعنې مؤمن که په دنیا کې هر څومره نعمتونه ترلاسه کړي، خو بيا هم دا له نعمتونو ډکه دنیا یې د جنت د عجیبو او زیاتو نعمتونو په پرتله لکه بنديخانه داسې ده او په اخرت کې د کافر د جهنمي او له عذابونو ډک ژوند په نسبت دنیا د هغه لپاره جنت ده.

لکه بنديخانه کې بندیان تنګ وي او د ازاد ژوند د نعمتونو په انتظار او د ازادي په تمه شپې ورځې تېروي، مومنان به هم په دنیا کې د جنت د نعمتونو او پراخیو په انتظار شپې ورځې تېروي اوس ضرور نه ده چې دنیا لکه بنديخانه داسې شوه، نو دلته به خوندونه نه اخلې، دلته به ښه او ښایسته ژوند نه کوې.

ځیني ناپوهان او رهبانیت خوښوونکي د دې حدیث ظاهري معنا مراد کوي او لنډ ووایي چې دنیا د مومن لپاره بنديخانه ده، دلته به مومن نه خاندي، نه به ښه ژوند کوي، ژاړې به، تقشف، غریبي او بدمرغي ته به ملا تړي! خوشالي به نه کوي، د ښه ژوند کوښښ به نه کوي او که څوک په خوندونو کې ؤ، نو د هغه په ایمان کې شکونه کوي. دا فکر او نظر او له حدیث نه دا مطلب اخیستل؛ پخپله د حدیث غلطه تشریح ده او په دې معنا له لاندې ایتونو سره ټکر لري.

قرانکریم کې په تعجب سره پوښتنه مطرح کوي او وایي: (قُلْ مَنْ حَرَّمَ زِينَةَ اللَّهِ الَّتِىٓ أَخْرَجَ لِعِبَادِهِۦ وَالطَّيِّبٰتِ مِنَ الرِّزْقِ ۚ قُلْ هِىَ لِلَّذِينَ ءَامَنُوا فِى الْحَيٰوةِ الدُّنْيَا خَالِصَةً يَوْمَ الْقِيٰمَةِ ۗ) .[سُوۡرَةُ الاٴعرَاف : 32]. [اې محمده !] دوى ته ووايه: چا د الله هغه ښکلا حرامه کړې ده چې د خپلو بندګانو لپاره يې را ويستلې. او چا د خداى بښل شوي پاك شيان منع کړي دي؟ – ووايه: دا ټول شيان د دنيا په ژوندانه کې هم د ايمان راوړونكو لپاره دي او د اخرت په ورځ خو به یوازي (سوچه) د همدوى لپاره وي.

قرانکریم په صفا ټکو د (زِينَةَ اللَّهِ. او الطَّيِّبٰتِ مِنَ الرِّزْق) یادونه کوي چې دا چا حرام کړي دي، زینة الله او الطیبت من الرزق کې د دنیا ټول خوندونه، نعمتونه او ښه ښه شیان راځي، په حلاله او روا طریقه دا شیان مومن ته داسې حلال دي، لکه د خپلې مور پاکې شیدې، او آن ترلاسه کول او نورو ته رسول یې ثواب او عبادت دی.

داراز قرانکریم بل ځای وایي: (وَابْتَغِ فِيمَآ ءَاتٰىكَ اللَّهُ الدَّارَ الْءَاخِرَةَ ۖ وَلَا تَنسَ نَصِيبَكَ مِنَ الدُّنْيَا ۖ وَأَحْسِن كَمَآ أَحْسَنَ اللَّهُ إِلَيْكَ ۖ وَلَا تَبْغِ الْفَسَادَ فِى الْأَرْضِ ۖ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُفْسِدِينَ).[سُوۡرَةُ القَصَص : 77] يعنې كومه شتمني چې الله تا ته درکړې ده، په هغې سره د اخرت د كور جوړولو فكر وکړه او له دنيا څخه هم خپله برخه مه هېروه. احسان وکړه لكه څنګه چې الله تا سره احسان کړی دى او په ځمکه کې د فساد ولاړولو هڅه مكوه، الله فساد كوونكي نه خوښوي.

دنیا د مومن لپاره بنديخانه په دې معنا شوه چې همدا دنیا به ټول ژوند نه ګڼي، اخرت به په یاد لري، او دلته به د اخرت د تلپاته ژوند لپاره تياری کوي، ځیني تنبل او ناپوهه خلک د فقر او مسکنت په بې خونده او بې رنګه ژوند د قناعت لپاره په دې حدیث استدلال کوي! او دنیا کې د ښه ژوند ترلاسه کولو لپاره په نورو شرعي نصوصو او دلایلو سترګې پټوي، یا پرې خبر نه دي او د همدې ناپوهانو په خبرو بیا سیکولر فکره خلک استدلال کوي چې مسلمانان خلک فقر او بدمرغي ته رابولي!

ځکه خو د وخت مسلمانو مفکرینو ویلي دي، چې اسلام ته تر ټولو لومړی خطر د اسلام ناپوهه او جاهل پیروان پېښوي، دوی د خپلي ناپوهي لامله اسلام ناسم او غلط تعبیروي او په همدې ناسمو او غلطو تعبيرونو د اسلام مخالفین استدلال کوي او په عامو مسلمانانو کې د اسلام په اړه شکونه او اندېښنې پیدا کوي.

د اسلام دفاع او د اسلام خدمت او چوپړ په تشو جذباتو سره نه کیږي، د اسلام لپاره قلمي جهاد او مبارزه په دې نه کیږي چې کمپيوټر او موبايل کې یو څه مهارت ولرې، له خواله رسنیو سره بلدتيا ولرې، پښتو یا نورې ژبې دې زده وي. بلکي دا کارونه د قران او حدیثو ژور علوم غواړي، د وخت له مختلفو پوهو، علومو او د استدلال له طرز سره بلدتيا غواړي، په معاصرو علومو او نړیوال ادب کې مهارت او د وخت نبض پېژندلو ته اړتیا لري.

د دې حدیث دا بره صحيح تشریح خورا مهمه ده او باید دا تشریح عامه شي. په خواله رسنیو کې مې د مختلفو ژبو سيکولر فکره فعالان او آیټیسټ فکره لیدلي دي چې اکثره یې د ناپوهه مسلمانانو خبرې او ساده استدلال شاربي او په هغو طنزونه او ټوکې جوړوي. په ځانګړې توګه همدا مبارک حدیث هم د ناپوهانو له تشریحاتو او تعبیراتو سره ډېر یادوي او په دې غلطه طریقه په اسلام نیوکې کوي.

حامد افغان

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button