ايا له باطلو لارو د اسلام حاکميت امکان لري؟!

 

الله تعالی دې له شهید سید قطب راضي شي. په خپل کتاب “د لارې مشال” کې یې ویلي، چې د اسلام د ظهور په وخت کې د عربي ټولنې له مطالعې دا څرګندیږي چې هغه وخت رسول الله صلی الله علیه وسلم کولای شوی په اسانۍ سره د عربي قومیت د بیرغ د پورته کولو په بڼه، یا هم د اقتصادي او طبقاتي مبارزې په بڼه او یا هم د ټولنې د اخلاقي سمون د تحریک په بڼه را پورته شي؛ او کله چې اقتدار ترلاسه کړي؛ نو بیا به خلک د یوه الله عبادت ته راوبولي. خو دغه یوه لاره یې هم انتخاب نه کړه. او د دې ټولو لارو په پرېښودو یې مستقیماً د (لا اله الا الله) اعلان وکړ. هغه لار یې انتخاب کړه، چې د ټولنې باطل خدایان یې وغندل، د ټولې نړۍ باطل او طاغوتي نظامونه یې چیلنج کړل او د هغوی دښمنۍ ته وړاندې شو.
اوس پوښتنه دا ده، چې ولې یې د نورو په اصطلاح د اسانو لارو په پرېښودو، هغه لاره انتخاب کړه؛ چې په هغې کې د ټولنو دښمنۍ وې، هجرتونه و، بندیزونه و او په وړاندې یې جنګي لښکرې. دا ځکه چې له همدې نېغې لارې پرته بل هیڅ یوه لاره هم د اسلام له دعوت سره، د اسلام له روح سره، د اسلام له اصولو سره سمون نه درلود او دا هیڅ یوه لاره هم الله ته د منلو نه وه او له دې پرته کومه بله لاره د دې لارې د نتایجو په شان د نتایجو درلودونکې نه وه.

الله تعالی دې د شهید سید قطب درجې لوړې کړي، څومره پر ځای خبره یې کړې. اوس چې د ځینو په اصطلاح اسلامي تحریکونو او حزبونو ته وګورو، چې په څه ډول باطلو لارو د اسلام حاکمیت! خوبونه ویني، نو همدا د سید خبره سړي ته یادیږي. هغه باطلې لارې چې اسلام ورسره جګړه کول غواړي، ځینې ښاغلي د همدې لارو په واسطه د اسلام حاکمیت غواړي!
له بده مرغه چې دې حزبونو او دې لارو پایله له دې پرته بل څه نه ده، چې یوه لویه ډله مسلمانان پرې وغولوي، له سمې او د غوره نتایجو درلودونکې لارې څخه یې راوګرځوي او پېړۍ پېړۍ وخت ضایع کړي (لکه څنګه چې ډېرو تحریکونو ضایع کړ).

حقيقت دا دی چې اسلام بشپړ دین دی، بشپړ نظام دی او یوه بشپړه لاره. هر څه ته خپل اصول او کړنلاره لري. هیڅ اړتيا نشته چې د اسلام د حاکمیت لپاره له نورو باطلو لارو کار واخيستل شي.

محمد آصف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button