د ډیجیتل رادیو په هکله مالومات

نور احمدعایل

 

هسې خو د‌ راډيو په اړه کیسې ښې ګړمې دي
له يو ډول نوي راډيويي سټېشنونو به مو خبر کړم چې له اې ايم(AM) او ايف ايم (FM)سټېشنونو څو،څو ځلې بهتر او ښه والي لري.‌

ډيجيټل راډيو څه شی ده؟
زموږ عام افغانان خو ډيجيټل راډيو هغې راډيو ته وايي چې په نمبرو باندې سټېشنونه راښيي خو اصلاً ډيجيټل راډيو څه شي ته وايي؟!

د راډيويي خپرونو د براډکاسټ نوی سيستم DAB يا Digital Audio Broadcasting چې ډيجيټل راډيو په نامه هم يادېږي د غږ د خپرېدا يو نوی سټنډرډ دی چې انالوګ غږ ډيجيټل ته اړوي د غږ له ACC فرمټ څخه چې ډېره بهترين او ښه کوالټي غږ دی کار پکې اخيستل شوی دی، ددې راډيوګانو غږ د ايف ايم او اې ايم په پرتله ډېر زيات په ښه کوالټي او فول ايچ ډي دی، زنګا بنګا نه وي پکې ، برېښنا يې هم د چېنل د غږ صاف والی نشي خرابولی او هم يې دېوال ،ودانۍ او لرې والی هم سينګل نشي کمزوری کولای خو د دا ډول راډيويي سټېشنونو د اورېدلو لپاره ځانګړو راډيوګانو ته چې (DAB او DAB+) بلل کېږي اړتيا ده چې تاسې پکې دا ډيجيټل راډيوګانې واورئ؛ د کوچني سکرين له لارې کله چې تاسې په سټېشن پسې ګرځئ بېلابېل راډيويي سټېشنونه اتومات درته راځي او کولای شې په يوه فريکوينسي باندې څو چېنلونه چې په بېلابېلو موضوع ګانو وي ونيسئ ، همدارنګه هغه خپرونه ، چلونکی او مېلمه هم کله چې راډيو ونيسې د څپو لاندې ورسره ليکلي وي چې کوربانه څوک دي؟ او د اړيکې نمبر یې هم (که کوربنو غوښتي وي) په سکرین راځي چې اړيکه ورسره ونيسئ. حتی هغه سندره چې اورئ یې د سندرغاړي نوم، البوم او نور مشخصات یې هم د راډيو په کوچني سکرين په ليکلې بڼه ليدلی شئ. هغه خپرونه چې اورئ یې خپرونه سټاپ کولای او بيرته له هغه ځايه هم پلې کولای شئ، پخوانۍ خپرونه يې هم اورېدلی شئ، راډيوګانې يې له انټرنېټ سره هم وصل کېږي او انټرنېټي راډيوګانې هم پرې اورېدلئ شئ.
د ډيجيټل راډيو سټېشنونو د اورېدو لپاره بايد ډيجيټل راډيو په کور کې ولرئ ، دا د نن سبا ايف ايم راډيوګانې یې نه نيسي خو دا ډيجيټل راډيوګانې بيا ايف ايم او اې ايم سټېشنونه رانيولی شي.
ډيجيټل راډيوخپرونې په نړۍ کې له ۱۹۹۵ زېږدي کال څخه راپیل شوې ده. بي بي سي، او سويډن راډيو لومړني هغه و چې په ډيجيټل ډول یې راډيويي خپرونې پيل کړې.
په ۲۰۰۷ زېږدي کال کې په دې ډيجيټل راډيوخپرونو کې نور پرمختګ رامنځ ته شو نو DAB+. ته پورته شوه.
د نړۍ څه باندې دېرشو هېوادونو کې دا ډول راډيوګانې فعالې دي لکه: ناروې، برتانيا، استراليآ،ايټاليا، مالټا، سويټزرلېنډ، نېدرلېنډ، او جرمني.
موږ او زموږ د شاوخوا هېوادونه د هند او ايران په شمول دا ډول ډيجيټل راډيو سټېشنونه نه لري.
ياده دې وي چې د راډيوګانو بيه یې دې عادي راډيوګانو په پرتله د کيفيت په لحاظ ډېره جګه ده

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button