د عاشقانو ورځ ــ Valentaines Day

 

د روماني سینټ ویلنټاین په نوم یو شخص د مذهب د نه بدلون له کبله زنداني کړل شو، ویلنټاین د زندان د رئیس پر لور مئین وو، مخکې تر دې چې ویلنټاین پر دار وځړوي هغه خپلې معشوقې ته د الوداع(خدای پاماني) عشقي لیک ولیکۀ، د لیک په پای کې یې لیکلي وو: (ستا ویلنټاین).

ـ د تاریخي شالید له مخې دا پېښه په ۴۶۹ میلادي کال د فبروري په څوارلسمه نېټه تر سره شوې وه له همدې کبله یې غیر مسلم وګړي د ویلنټاین یاد ته په احترام سره هر کال د فبروري په څوارلسمه نېټه د عاشقانو ورځ لمانځي.

ـ د عاشقانو د ورځې تاریخي شالید ته په لیدو سره دا جوتیږي چې د عاشقانو ورځ په مسلمانانو پورې تړاو نه لري او د غیر مسلمو له خوا یې اساس ایښودل شوی دی.

ـ د عاشقانو د ورځې د لمانځنې پر مهال د فحشاء او بې حیایۍ ډېر داسې ناوړه اعمال تر سره کیږي چې د اسلام مبارک دین یې په کلک ډول مخالفت کا.

الله تعالی په خپل محکم کلام قرآن عظیم الشان کې فرمایي: (إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَن تَشِيعَ الْفٰحِشَةُ فِى الَّذِينَ ءَامَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِى الدُّنْيَا وَالْءَاخِرَةِ ۚ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ) سورة النور.

ژباړه: په یقیني توګه، كوم كسان چي د مؤمنانو په ډله کې د بد لمنۍ او بې حیایۍ خپرول خوښ ګڼي، هغوى په دُنيا او اخرت کې د دردناك عذاب وړ دي. الله پوهیږي او تاسي نه پوهېږئ.

رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «من تشبه بقوم فهو منهم».

ژباړه: څوک چې د کوم قوم مشابهت کوی د هغوی له ډلې څخه دی.

یادونه: د عاشقانو د ورځې د لمانځنې پر مهال چې کوم ناوړه اعمال تر سره کیږي د قباحت او نارواوالي اړوند یې خورا ډېر دلایل شتون لري، خو هغه څوک چې د اسلام مبارک دین ته په ټوله معنا ژمن او معتقد وي هغوی ته د پورته قرآني آیت او نبوي حدیث یادښت بسنه کا.

ليکنه: محمد عمر حماد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: