طالبان: کندوز کې چاودنه د ناچاودې مرمۍ له امله رامنځته شوې

عزم(جمعه، ۲۵سلواغه ۱۳۹۸):طالبانو د دولتي چارواکو هغه ادعا رد کړه چې ګواکې
د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د یوې مدرسې مخې ته پر ماشومانو د طالبانو لخوا ایښوودل شوي ماین چاودنه کړې او پنځه تنه ماشومان یې وژلي دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پرخپله ټویټرپاڼه لیکلي «دا انفجار په مجاهدینو پورې اړه نه لري.»

مجاهد زیاتوي، دا چاودنه د هغه چاودیدونکي توکي له امله رامنځته شوې چې د مدرسې شاګردانو له کوم ځایه دلته راوړې او لوبې یې ورسره کولې.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې یوځل بیا د سولې خبرو له ګرمیدو سره سم د مرموزو چاودنو پیښې زیاتې شوې دي، شنونکي وایي، ښایي د ارګ په ګډون ځینې د سولې مخالفې کړۍ چې دا مهال پر بشپړ اوربند ټینګار کوي، په همدې موده کې به خپلو مرموزو بریدونو ته زور ورکړي، ترڅو دا پروسه له خڼد او ځنډ سره مخ کړي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: