اسدالله خالد: طالبان د نظام ړنګول نه غواړي

 

عزم(جمعه، ۲۵سلواغه ۱۳۹۸):د ملي دفاع وزیر اسدالله خالد ویلي چې له طالبانو سره د امریکا خبرې خورا مخته ته تللې او دوی اټکل کوي چې که دا خبرې همداسې روانې وي، تر یوې اونۍ به بین الافغاني مذاکرات هم پیل شي.

نوموړي آزادۍ رادیو ته ویلي، دا مذاکرات به د دولت او طالبانو ترمنځ وي، خو دایې نه ده روښانه کړې چې دولت کې به یواځې د اشرف غني په مشرۍ چارواکي وي که “نیم واکی بنسټ” اجرایه ریاست هم؛ دغه راز سیاسيون به په دغه پروسه کې کوم ځای ولري؟

اسدالله خالد چې په دې وروستیو کې یې د ملالۍ شینوارې په نامه له یوې وکیلې سره غیر اخلاقي غږیز پیغامونه هم رسنیز شول، د دیموکراتیکو ارزښتونو پر تقویې او ساتنې ټینګار کوي او خبرداری یې ورکړی چې «که له طالبانو سره د سولې تړون د تېرو دوو لسیزو لاس ته راوړنې زیانمنوي، دا تړون حکومت ته د منلو نه دی»

خالد له آزادۍ رادیو سره په مرکه کې اعتراف کړی چې طالبان د نظام د بدلولو او پوځ د ړنګولو تکل نه لري او په همدې هکله خپور شوی دریځ یې بدل شوی دی.
د یادونې وړ ده چې طالبانو په وار وار ویلي چې دوی له افغان حکومت سره منحیث یو مشروع نظام یا دولت خبرې نه کوي، بلکې د افغانانو په توګه به ورسره د روانې معضلې پرحل خبرو ته کیني.

طالبانو دغه راز په ځلونو ټینګار کړی چې دوی د نظام د پایو او پوځ د لمنځه وړلو تکل نه لري، خو په نظام او پوځ کې د اصلاحاتو غوښتونکي دي، هغه څه چې ډیری سیاسي مشران او ولسونه یې هم پلوي توب کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button