یونان ولې ماشوم زېږوونکو جوړو ته د پیسو ورکول پیل کړل؟

عزم (یکشنبه، ۲۷ سلواغه، ۱۳۹۸): په یونان کې د نفوس د کمېدو د مخنیوي په موخه حکومت د ماشومانو زېږوونکو جوړو ته د پيسو ورکولو لړۍ پیل کړې ده.

د ګارډین ورځپاڼې د خبر له مخې، حکومت د Baby Bonus په نوم لړۍ له مخې هرې ماشوم زېږوونکې جوړې ته ۲۰۰۰ یورو (شاوخوا ۱۶۷ زره افغانۍ) ورکوي.

د راپورونو له مخې، د یونان نفوس ۱۰،۷ میلیونه دی، او که د زېږېدونکو ماشومانو میزان زیات نشي، په راتلونکو درو لسیزو کې به یې نفوس درې برخې کم شي.

د اروپايي کمېسیون د Eurostat ادارې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۵۰ز کال کې به د یونان ۳۶٪ نفوس تر ۶۵ کلونو لوړ وي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button