طالبان: کابل رژیم سره مذاکرات ’د وخت له ضیاع‘ پرته بل څه نه دي

عزم (دوشنبه، ۲۸ سلواغه، ۱۳۹۸): په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا دولتي چارواکو ادعاوې کړې چې ګواکې طالبان اوس له کابل حکومت سره مخامخ خبرو ته تیار دي، طالبانو یې په هکله غبرګون خپور کړی او ویلي یې دي چې د کابل رژیم د پریکړو واک نه لري.

سرمقاله وايي، «د دې په اصطلاح دولتي ادارې همدې بلواکۍ ته په کتلو اسلامي امارت تل ټینګار کړی چې د کابل له ادارې سره د هېواد د راتلونکې په اړه مذاکرات کول د وخت له ضیاع پرته بل څه نه دي او له امريکا سره د اصلي لوري په توګه خبرې یوازینی حل دی.»

طالبانو په خپله ورځنۍ سرمقاله کې ویلي، «په داسې حال کې چې د اسلامي امارت د مسلحې مبارزې اصلي مقابل لوری بهرني اشغالګر دي؛ په ځانګړي ډول امريکا چي د یرغلګرو په سر کې ده، کابل اداره له پیله ځان د جګړې اصلي لوری بولي او ښيي چې د خپلو ټولو پرېکړو واک او اختیار لري، اما په تېرو اتلسو کلونو کې دا په ډاګه شوه چې د دې بلواکه رژیم اختیار او واک د چا په لاس کې دی؟ رژیم د مشر او وزیرانو له ټاکلو نیولې تر ادنی تغيیر راوستلو پورې په هر څه کې د امریکا تایید ته اړ دی.»

طالبانو په خپله سرمقاله کې د انس حقاني خلاصون ته اشاره کړې چې د کابل ادارې مشر اشرف غني ټینګار کاوه چې د نوموړي خلاصون یې سره کرښه ده او په دې اړه د هرې پرېکړې واک د دوی په لاس کې دی، خو په وینا یې، «ولیدل شول چې امریکا د دوی نعرو ته هیڅ اعتناء ونکړه او خپلو ګټو او د حالاتو تقاضا ته په کتلو یې مناسب قدم پورته کړ، کابل اداره مجبورا له خپلې سرې کرښې پښو اړولو ته مجبوره شوه ځکه د مخالفت جرأت پکې نه و.»

سرمقاله وایي، آن که کوم ستر چارواکي هم د یادې پریکړې مخالفت کړی و، ممکن د په اصطلاح امنیت شورا د سلاکار حمدالله محبپه څېر د امریکايي چارواکو «له دیدنه محروم کړل شوی وای.»

طالبانو ویلي، د کابل ادارې د ټولو پرېکړو واک او اختیار د امریکا په لاس کې دی، افغان ولس دا بلواکه، فاسد او تپل شوی رژیم د ځان نماینده نه ګڼي او پرخلاف یې عملا په مبارزه بوخت دی نو ځکه یې په اصطلاح سرو او زرغونوکرښو ته زیاته اعتناء نه ده پکار.

سرمقاله په پای کې هیله مندي ښیي چې د دغه رژیم پرځای به ډېر ژر یو اسلامي، خپلواکه او افغان شموله نظام پر هېواد باندې حاکم شي.

د یادونې وړ ده چې طالبانو تل ټینګار کړی چې بین الافغاني مذاکراتو کې د افغانانو له یوه ټولشموله ټیم سره چې حکومت، سیاسیون او ټول سیاسي او مدني جریانات یې غړیتوب ولري، مذاکرات کوي.

خو ارګ بیا غواړي له طالبانو سره له سیاسي اپوزیسیون پرته خپلسري خبرې پیل کړي  هغه طرحه چې په غوڅ ډول انحصاري بڼه لري او ښایي طالبان یې هم ورسره هیڅکله ونه مني.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button