عاجل خبر: طالبانو د موسی کلا ولسوالۍ مرکز نیولی دی

عزم/ د هلمند ولایت له موسی کلا ولسوالۍ نه د شدیدو جګړو خبرونه ورکول شوي دی

طالبانو په خپله رسمي ویب پاڼه باندي د موسی کلا ولسوالۍ د مرکز د نیولوخبر ورکړ دی، طالبان وایي تیره شپه یې د موسی کلا ولسوالي په مرکز او اړوندو امنیتي پوستو پراخ وسلوال برید ترسره کړ چې په پایله کې یې د ولسوالۍ مرکز او امنیه قومنداني ونیوه ، په خبر کې ویل شوي په برید کې دولسوالي ساتونکو عسکرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.

له سیمې نه تازه ورکړل شوي خبرونه وایی چې دموسی کلا ولسوالۍ په مربوطاتو کې دپي ارټي په ودانۍ اوس هم جګړه روانه ده.

موسی کلا ولسوالي د هلمند له مهمو او ستراتیژیکو نقطو نه ګڼل کیږي دواړه غاړي یې د نیولو او ساتلو لپاره خپل ځواک په کار اچوي.

له موسی کلا سره لګیدلی دکجکي ولسوالي مرکز هم له سقوط سره مخ دی دکجکي د زمینداور پراخې سیمې لا له وړاندي د طالبانو لاس ته لویدلي دي.

د موسي کلا ولسوالي له سقوط سره طالبانو ته ډیره پراخه سیمه په لاس ورځي  موسی کلا ولسوالي له کجکی ،زمینداور او نوزاد سره پوله لري  ،دهلمند یو شمیر ولسوالي  لا له وړاندي دافغان حکومت له لاسه وتلې دي.

احمدبشار

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button