ټرمپ: که د عملیاتو د کموالي دوره په بریا سره ختمه شي، طالبانو سره به هوکړه لاسلیک کړم

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ نن یکشنبه ویلي چې که د جګړې د تشدید د کموالي اوونۍ په بریا سره پای ته ورسیږي نوموړی به له طالبانو سره هوکړه لاسلیک کړي.
ټرمپ نن هند ته تر روانېدو وړاندې خبریالانو ته وویل چې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د راستنولو وخت رارسېدلی دی. نوموړي وویل د عملیاتو د کمښت د اوونۍ په پای کې به د هوکړې په اړه پرېکړه کوي. ”زه غواړم وګورم چې د اوونۍ دا دوره څنګه تیریږي. که دا تر یوې اوونۍ کمه دوره په بریا سره پای ته ورسیږي، زه به خپل نوم پرې ولیکم“.
ټرمپ زیاته کړه چې طالبان او متحده ایالات دواړه یوه هوکړه غواړي ځکه له زیاتې مودې راهیسې په جګړه بوخت دي. نوموړي وویل، ”طالبان کلک خلک دي، موږ [هم] کلک خلک یو. خو ۱۹ کاله ډېر وخت دی“.
د یادونې وړ ده، د فبروري د ۲۲تمې راهیسې په ټول هېواد کې د بهرنیو او کابل حکومت ځواکونو او طالبانو په عملیاتو کې د پاموړ کموالی راغلی دی. که دا دوره په بریا سره پای ته ورسیږي، ټاکل شوې چې د فبروري په ۲۹تمه د طالبانو او امریکا هوکړه لاسلیک شي، چې له مخې به یې د طالبانو پنځه زره بندیان ازاد شي، او بین الافغاني مذاکرات او له هېواده د بهرنیو ځواکونو وتل به پیل شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button